کابل (پژواک، ٣ لړم ٩١): د وسلوالو طالبانو مشر ملامحمد عمر وايي، چې دوى د نظامي مبارزې ترڅنګ خپلې سياسې مبارزې ته هم دوام ورکوي.
دغه څرګندونې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد، د نېکمرغه لوى اختر د رارسېدو د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.
د ياد شوي پيغام، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، په يوه برخه کې راغلي: ((موږ د پوځي مبارزې تر څنګ سیاسي مبارزې ته هم دوام ورکوو او د سیاسي مبارزې لپاره د سیاسي دفتر په بڼه کې یو ټاکلى جهت لري؛ هغوى له بهرنیانو سره زموږ د اسلامي او ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره عمل کوي .))
نوموړي په دغه پيغام کې د مفاهمې په اړه ويلي، چې له ياد شوي دفتر پرته دوى له مقابل لوري سره د تفاهم کوم بل جريان نه لري.
په ياد شوي پيغام زياته شوې: ((دوى نه د واک د انحصار فکر او نه هم د کورنيو جنګ تصور لري، بلکې هڅه يې داده چې د هېواد د راتلونکي سياسي برخليک د بهرنيانو له لاسوهنې پرته په خپله د افغانانو په لاس وټاکل شي.))
دغه راز د وسلوالو طالبانو مشر ويلي: ((هېڅکله به د کورنيو جګړو پلويان او د هېواد د تجزيې فکر کوونکي پرېنږدي، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.))
نوموړي ويلي، د واک له ترلاسه کولو وروسته به يوه داسې واحده مرکزي واکمني رامنځ ته کړي، چې له هر ډول تبعيض او تعصب څخه به پاکه وي، کار به اهل کار ته وسپارل شي، امنيت به تامين شي، د هېواد د نارينه او ښځينه وګړو د حقونو تضمين به وشي، اقتصادي بنسټونه به ورغول شي، د ټول ولس لپاره به د زده کړې اسانتياوې برابرې شي، علمي، فرهنګي او کلتوري چارې به په سمه توګه پرمخ بېول شي، په نړۍ کې به له هر هغه چا سره ښې اړيکې ولري، چې افغانستان ته د يوه خپلواک هېواد په توګه احترام ولري.
ملا عمر خپلو کسانو ته لارښوونه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره له پوره دقت څخه کار واخلي او ولسي خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.
په پيغام کې زياته شوې: ((ملت مو پر موږ حق لري، چې په هره برخه کې له انعطاف، نرمۍ، حوصلې او ښو اخلاقو نه ډک چلند ورسره وکړو.))