کندهار (پژواک، ٣ لړم ٩١): د کندهار والي وايي، چې هيڅ بهرنى حق نه لري، چې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه وګڼي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې په اوونيزه امنيتي غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاه د امريکا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن او په کابل کې د دغه هېواد د سفير جېمز کنينګم د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې د ډيورنډ کرښې په اړه يې کړې وې.
مارک ګراسمن څو ورځې وړاندې په کابل کې له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي و، چې واشنګټن ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ګڼي، دغه راز تېره ورځ د امريکا سفير هم په کندهار کې ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې يوازې امريکا نه، بلکې ځينې نور هېوادونه هم دغه کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي پوله ګڼي.
د کندهار والي د دغو امريکايي چارواکو په غبرګون کې وويل، چې بهرنيان د دغې کرښې د رسمي کولو حق نه لري.
هغه زياته کړه: ((د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل او نه پېژندل د افغانانو ملي مسئله ده، چې خورا زيات ارزښت لري او په هيڅ توګه په بهرنيانو پورې تړاو نه پيدا کوي.))
نوموړي په هېواد کې د امريکا هېواد له مرستو مننه وکړه، خو ټينګار يې وکړ، چې دا د سړک، پول او پولچک د جوړولو په څېر عادي موضوع نه ده، چې بهرنيان دې پکې دخيل و اوسي.
ويسا وويل: ((ډېورنډ کرښه هيڅ افغان ته د منلو وړ نه ده او نه غواړي، چې دغه د بېلتون کرښه د يوه چا له خوا هم په رسميت وپېژندل شي.))
د ده په خبره، د دغې کرښې په رسميت پېژندل د هغو ملي شهيدانو له وينو سره خيانت دى، چې د لوى افغانستان لپاره يې قربانۍ ورکړې دي.
په کابل کې د ولسمشر وياند هم نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې په اړه هر راز څرګندونې د افغانستان د خلکو پر پرېکړې او د حکومت پر دريځ کوم اغېز نه شي لرلى.
هغه ډيورنډ کرښه د افغانستان لپاره يوه تاريخي مسئله وګڼله او ويې ويل، چې په دې اړه حکومتونه پرېکړې نه شي کولاى؛ يواځې د دغه هېواد خلک تصميم نيولى شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې او ويلي يې دي، چې د دې کرښې د مشروعيت په اړه هر ډول څرګندونې بېځايه دي.
همداراز د ملي شورا ځينو غړو هم پرون ويلي وو، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه يواځې افغانان پرېکړه کولاى شي، د بل هر چا څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
د ډيورند تپل شوې کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې د افغانستان په زړه کې راکاږل شوه او برېتانويانو د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.
په ١٩٤٧ زېږديز کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.