ژبه

ولسمشر کرزي د اندونيزيا د نوي سفير باورليک ومانه

توسط محمد اصف احمدزى

اکتوبر 25, 2012 - 4:18 pm

Views: 58

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي د اندونيزيا د نوي سفير انشوري تاج الدين باورليک منلى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته، حامد کرزي د اندونيزيا له نوي سفير سره کتلي او نوموړی هېواد يې د افغانستان پخوانی او تاريخي دوست هېواد بللى دى.

 دغه راز کرزي اندونيزيا د نړۍ په کچه ستر اسلامي هېواد بللى او خوښي يې څرګنده کړې، چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

 حامد کرزي ډاډ ورکړى ،چې اندونيزيا د افغانستان له پوره ملاتړ نه برخمن هېواد دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اندونيزيا نوي سفير انشوري تاج الدين د خپل هېواد په استازيتوب له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړى دى.