کابل (پژواک، ٤ لړم ٩١): د ملي امنيت عمومي رياست د لوى اختر د رارسېدو له امله پنځوس تنه تورن کسان له بنده خوشې کړل.
د ملي امنيت د لوی رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري د لړم په ٤مه، په يوه خبره ناسته کې وويل، چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې د بېلابېلو عملياتو پرمهال پنځوس تنه نيول شوي وو.
ده زياته کړه، دا کسان له قانون څخه د ناخبرۍ، د دولت له مخالفينو سره د نااګاهانه همکارۍ اوله وسلوالو مخالفينو سره د فشار له امله د همکارۍ په دلايلو د دې رياست د موظفينو له لوري نيول شوي وو.
ياد شوي ٥٠ تنه د ملي امنيت د لوى رياست په مطبوعاتي تالار کې ژورنالېستانو ته وروښودل شول.
د طاهري په وينا، ياد کسان له يوې اونۍ تر يوې مياشتې پورې تر څېړنې لاندې وو، چې په پايله کې دوى ټول بې ګناه ثابت شول او نن خوشې شول.