کابل (پژواک،٥لړم٩١): ولسمشر حامد کرزي په دې ټينګار، چې هيواد به د بهرنيوځواکونو تر وتلو وروسته، له هېڅ ډول ستونزې سره نه مخ کيږي، له وسلوالو مخالفينو څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو له وژنې او پرديو موخو ته له کار کولو څخه لاس واخلي.
حامد کرزي نن د لوى اختر تر لمانځه وروسته د ارګ په جامع جومات کې د وينا،په ترڅ کې له طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو له وژنې، د خپل هيواد او جوماتونو، ښوونځيو او روغتونونو له ورانونې څخه لاس په سر شي.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوال مخالفين دې له اساسي قانون سره سم په هيواد کې ژوند وکړي او دوى کولاى شي، هر مقام چې وغواړي د ټاکنو او د خلکو د رايو له لارې ، هغه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملامحمد عمر د نيکمرغه لوى اختر د رارسيدو د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې دوى د نظامي مبارزې ترڅنګ خپلې سياسې مبارزې ته هم دوام ورکوي.
د ياد شوي پيغام، په يوه برخه کې راغلي: ((موږ د پوځي مبارزې تر څنګ سیاسي مبارزې ته هم دوام ورکوو او د سیاسي مبارزې لپاره د سیاسي دفتر په بڼه کې یو ټاکلى جهت لرو؛ هغوى له بهرنیانو سره زموږ د اسلامي او ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره عمل کوي .))
نوموړي په دغه پيغام کې د مفاهمې په اړه ويلي، چې له ياد شوي دفتر پرته دوى له مقابل لوري سره د تفاهم کوم بل جريان نه لري.
ولسمشرکرزي لوى اختر ټولو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبارک ويلو ترڅنګ زياته کړه: (( له لوى خداى څخه هيله لرو، چې د خپل فضل او کرم له برکته اسلامي نړۍ په امن او ابادۍ کې وساتي او د افغانستان ولس تلپاتې سولې، پرمختګ او د هغې هوساينه لپاره، چې د هغې په موخه يې د قربانۍ هڅې کړې، ورسوي ))
نوموړي ټينګار وکړ: (( زه خلکو ته ډاډ ورکوم، چې افغانستان به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو له ٢٠١٤ زيږديز کال وروسته،له هېڅ ډول ګواښ پرته ، د سولې ، پرمختګ او ښـې هوساينې پر لور روان وي.))
ولسمشر کرزى په سيمه کې سوله د پاکستان له مرستې پرته ناشونې وبلله او ويې ويل، هيله ده پاکستان چې د تروريزم په درد او کړاو کې سوځيږي،د افغانستان د خلکو وضعيت درک کړي او پوه شوى وي، چې تروريزم هېڅ درد نشي دوا کولاى، بلکې د ورانۍ لامل کيږي.