ژبه

شنونکي: د ولسمشر په بدلون سره د امريکا بهرنى سياست تغير نه کوي

توسط اباسين زهير

اکتوبر 29, 2012 - 9:21 am

Views: 62

کابل (پژواک ٨ لړم٩١) : د سياسي چارو ځينې پوهان وايي، که د امريکا په ټاکنو کې د اوباما سيال رامني هم بريالى شي ، د افغانستان په اړه به ددې هېواد په سياست کې بدلون رانه شي.

د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې د لړم په ١٦مه تر سره کيږي .

د دېموکراټ ګوند غړي او د امريکا د متحده ايالتونو اوسنى ولسمشر بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړى  ميت رامني د ولسمشرۍ لپاره کانديد دي.  

يادو دواړو کانديدانو په خپله وروستۍ تلوېزيوني مناظره کې، چې د لړم په ٢ مه د فلوريدا ايالت په لين پوهنتون کې ترسر شوه، ويل چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت پاى ته رسيږي.

د افغانستان دسيمه ييزو مطالعاتو ددفتر مشر عبدالغفور لېوال هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ لپاره دواړو کانديدانو ويلي ، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د هېڅ يوه هېواد په اړه متفاوت نظر نه لري.

لېوال وايي، چې په امريکا کې د ولسمشر بدلېدو ته بايد افغانان ” خوشبين ” نه وي ،ځکه چې د ولسمشر په بدلېدو سره د امريکا بهرنى سياست بدلون نه کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير ساپى هم په دې باور دى ، چې په امريکا کې د ولسمشر په بدلون سره د دې هېواد بهرنى سياست بدلون نه کوي .

دى وايي،  چې امريکايانو ته تر بل هر څه  خپلې ملي ګټې  مهمې دي او بهرنى  سياست يې هغه مهال بدلون کوي ، چې  ګټې يې په کې مطرح وي .

خو د ساپي په اند، افغانان د جمهوري غوښتونکو پرځاى ديموکراټانو ته يو څه خوشبين دي.

د هغه په وينا، کله چې جمهوري غوښتونکي په امريکا کې په واک کې وو، په افغانستان کې يې له ډير شدت او جګړې څخه کار واخيست، خو له کله نه چې  ديموکراټان قدرت ته رسېدلي، تل يي ويلي، چې د افغانستان ستونزه د جګړې  له لارې نه ، بلکې د مذاکراتو له لارې حل کېداى شي .

د سياسي چارو پوه محمد نعمان دوست هم په دې اند دى ، چې په امريکا کې د ولسمشر په بدليدو سره بهرنى سياست بدلون نه کوي .

دى هم وايي ، چې د امريکا  بهرنى سياست هغه مهال بدلون مومي، چې په بدلېدو کې يې د امريکا ګټې نغښتې وي. 

دوست  زياته کړه : (( دا خو څه افغانستان نه دى ، چې يو والي بدليږي، نو ټول ټيم بدليږي؛ که د امريکا ګټې د افغانستان په جګړه کې خوندي وي، نو ولسمشر يې  مجبور دى ، چې په افغانستان کې جګړه وغځوي او که د امريکا ګټې د افغانستان د جګړې په پاى کې خوندي وي ، نو ولسمشر يې مجبور دى ، چې د افغانستان جګړه پاى ته ورسوي .))

دوست وايي ، چې د امريکا په ګډون په ټولو هېوادونو کې د بهرني سياست بدلون  هغه مهال شونى دى،چې ولسمشر يې وړانديز وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي .