کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩١): د کابل يو شمېر ملا امامان او خطيبان وايي، د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره که د هېواد په اساسي قانون کې د بدلون اړتيا وليدل شي، دوى يې ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د کابل ولايت د جوماتونو له ځينو خطيبانو او ملا امامانو سره په يوه مشورتي غونډه کې د هېواد د راتلونکو ټولټاکنو او د يوه باثباته راتلونکي په اړه د هغوی نظريات واورېدل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د غونډې برخه والو په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت او نورو مسئلو په اړه يو شمېر نظريات او وړانديزونه ولسمشر ته وړاندې کړل.
يادو شويو خطيبانو او ملا امامانو ويلي: ((په افغانستان کې چې هر کله ديني عالمان خپل فکر او نظر بيانوي، نو په بېلابېلو طريقو سره تعقبېږي او ځورول کېږي، موږ په دې برخه کې د ولسمشر خاصه پاملرنه غواړو او د خپل دغه حق د اعادې غوښتنه کوو.))
هغوى همدارنګه ويلي، دوى په هېواد کې د سيمه ييزو پوليسو او ملېشو د شتون پر خلاف دي او د افغانستان په زيان يې بولي؛ په دې برخه کې مصرفېدونکې پيسې دې د ملي اردو او ملي پوليسو په تجهيزاتو او امکاناتو ولګول شي.
د غونډې برخه والو زياته کړې: ((د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره که د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون اړتيا وليدل شي؛ موږ يې ملاتړ کوو.))
هغوى همداراز وړانديز کړى، چې د افغانستان په توقيف خانو او زندانونو کې د بندي شويو ديني عالمانو قضيو ته د لاسرسي لپاره دې يو بې پلوه کمېسيون جوړ شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن