خوست ښار (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): په خوست کې د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، نن مازيګر د مجاهد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
په پاى لوبه کې د همت او مجاهد لوبډلې سره مخامخ شوې، چې مجاهد لوبډلې وکړاى شول، همت لوبډله ماته کړي او د سياليو اتلولي خپله کړي.
د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې ۴۲ لوبډلو ګډون کړی وو او د هېواد د اولمپيک ملي کمېټې له لوري برابرې شوې وې.
د هغه په وينا، د دې سياليو په پاى لوبه کې د همت او مجاهد لوبډلې سره مخامخ شوې، چې همت لوبډلې دوه د يوه په مقابل کې د مجاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او همت لوبډله د سياليو اتله اعلان شوه.
نوموړي زياته کړه، له دغو دوو لوبډلو څخه پنځه لوبغاړي، چې په لوبو کې ښه ځلېدلي دي، د افغانستان د فوټبال د نولس کلنو ملي لوبډلې ته ورکول کيږي، چې بيا به له افغانستانه بهر هېوادونو کې لوبې ترسره کوي.
دغه پاى لوبه، چې نن مازيګر مهال د خوست په ملي لوبغالي کې ترسره شوه، پر ځايي چارواکو سربېره، شاوخوا پنځلس زره کسان يې نندارې ته ناست وو.
حميدالله، چې د فوټبال لوبغاړی دی، پژواک اژانس ته وويل، دی نن ورځ ډېر خوښ دی، چې د فوټبال په دې سترو سياليو کې يې ګډون کړی او زرګونه کسان يې ننداره کوي.
نوموړي، که څه هم په خوست کې د ورزش په برخه کې د يو شمېر ستونزو يادونه وکړه، خو زياته يې کړه، چې په وروستيو څو کلونو کې خوست کې د لوبغاړو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
د يادونې وړ ده، په وروستيو کې په دغه ولايت کې د فوټبال لپاره يو مجهز او ستر لوبغالی، چې نږدې شل زره ننداره چيان په کې ځايېږي، جوړ او دا مهال ترې ګټه اخيستل کيږي.
سربېره پر دې لوبغالي، کله ناکله د لوبغاړو لپاره د روزنې پروګرامونه هم جوړېږي، چې د لوبغاړو د وړتياوو په روزلو کې يې مرسته کړې ده.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن