ژبه

سپينه ماڼۍ د کرزي دفتر ته د سي اى اې د پيسو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه

لليت کمار جا

۱۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۱:۴۱

Views: ۵۳

واشنګټن (پژواک ١٠ غويى ٩٢): سپينې ماڼۍ د استخباراتي ادارې (سي اى اې) له لوري د افغان ولسمشر دفتر ته د پيسو د ورکړې په اړه له څه ويلو ډډه کړې، خو زياته کړې يې ده، چې د دوى يواځېنۍ موخه يو خپلواک افغانستان دى.

دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني پرون په واشنګټن کې د خپلې ورځنۍ خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي د استخباراتي ادارې (سي اى اې) له لوري د افغان ولسمشر دفتر ته د پيسو د ورکړې په اړه د شوې  پوښتنې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، دوى د يوه خپلواک افغانستان لپاره چې بيا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي، هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ او زموږ متحدين په افغانستان کې د خپلې ګډو موخو لپاره ژمن يو او دا موخې مو يو خپلواک او باثبات افغانستان  دى، څو له القاعده او له ترهګرو ډلو څخه پاک وي او نور د دغو ډلو پر خونډي ځالې بدل نه شي.))

د سپينې ماڼۍ وياند وويل، چې له همدې له امله ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه يوه داسې تګلاره جوړه کړې، چې د جګړه ييز ځواک تر ايستلو وروسته به هم د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره د مرستې، مشورې او روزنې لړۍ ته ادامه ورکوي.

کارني د سي اى اې د پيسو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا ولسمشر بارک اوباما د دغو پيسو له ورکړې خبر دى؟ وويل: (( زه په دې اړه څه نه وايم.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

نيويارک ټايمز پرون راپور ورکړی و، چې د امريکا استخباراتي ادارې د ولسمشر کرزي دفتر ته په تېرو لسو کلونو کې ميليونونه ډالر ورکړي دي.

ولسمشر حامد کرزي پرون په اروپايي هېواد فنلنډ کې د يوې خبري غوندې پر مهال ويلي، چې د افغانستان له ملي امنيت شورا سره امريکا مرستې کړې، خو زياته کړې يې ده، چې دومره پيسې هم نه دي، څومره چې نيويارک ټايمز په خپل راپور کې ويلي.

هغه زياته کړه: ((هو، په تېرو لسو کلونو کې د ملي امنيت شورا دفتر د امريکا له لوري ډېر ملاتړ ترلاسه کړی، خو هغومره مرسته يې نه ده ترلاسه کړې، څومره چې نيويارک ټايمز خپاره کړي دي.))

د ولسمشر کرزي په وينا، دا مرستې د ځينو موخو، د بېلګې په توګه عملياتي، د ناروغانو او ټپيانو درملنه، د دفترونو کرايې او د ځينو نورو کارونو لپاره لګول شوې دي.))

حامد کرزي دغه مرستې ډېرې ګټورې او پر ځای بللې دي او په دې برخه کې يې له امريکا مننه وکړه.

تر دې مخکې نيويارک ټايمز په دغه راپور کې د کرزي د  دفتر د پخواني رييس خليل رومان په حواله ليکلي، چې دغه پيسې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په پټه راتلې او په پټه توګه لګول کېدې، خو کوم حساب کتاب يې معلوم نه و.

سرچينې زياته کړې، چې له ارګ څخه بيا له دغو پيسو يوه برخه يې پر يو شمېر سياستوالو، په ولايتونو کې پر جنګ سالارانو، قبايلي او قومي مشرانو وېشل کېدې، څو د وسله والو طالبانو پر ضد وجنګېږي.