ژبه

مشرانو جرګې د بېکارۍ په کمولو کې حکومت پاتې وباله

اباسين زهير

۱۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۶:۳۸

Views: ۵۷

کابل (پژواک١٠ غويى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي په هېواد کې وزګارو کسانو ته د کارموندنې په برخه کې پر حکومت نيوکه کوي، خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د دې ستونزې لپاره يې طرحه جوړه کړې ده.

د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډه په هېواد کې د وزګارتيا ستونزې ته د بحث لپاره ځانګړې شوې وه.

په دې جرګه کې د کاپيسا استازي نورمحمد کفيل وويل، چې ورځ تر بلې په هېواد کې د وزګارو کسانو کچه مخ په لوړېدو ده.

هغه وويل، چې ملي شورا بايد حکومت ته د دې ستونزې د حل لپاره يوه طرحه جوړه کړي.

دى اړينه بولي، چې په هېواد کې د وزګارو کسانو کره شمېر معلوم شي، تر څو حکومت يې له مخې د دې ستونزې د حل لپاره اړين پلانونه جوړ کړي.

په ياده جرګه کې د دايکنډي استازې نجيبې حسيني هم د شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، چې په هېواد کې د وزګارو کسانو کچه په تېرو څو کلونو کې په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

هغې نيوکه وکړه، چې حکومت په تېره يوه لسيزه کې داسې يوه طرحه نه ده جوړه کړې، چې له مخې يې وزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د حسيني په وينا، په هېواد کې د کار نه شتون د دې لامل شوى، چې يو شمېر ځوانان نشه يي توکو ته مخه کړي، له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شي او يا هم بهرنيو هېوادنو ته د کار لپاره ولاړ شي.

په ياده جرګه کې د تخار د استازي عبدالوهاب عرفان په اند، په افغانستان کې تر نا امنۍ وروسته لويه ستونزه بېکاري ده.

ده هم نيوکه وکړه، چې په تېرو څو کلونو کې حکومت داسې کوم اغېزمن ګام نه دى پورته کړى، چې له مخې يې د وزګارو کسانو شمېر کم شي.

د ده په اند، هغه مهال به په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر کم شي، چې پر کرنيزه برخه، کانونو او نورو بنسټيزو پروژو پانګونه وشي.

خو د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال واصل نور مومند نن د ملي شورا په انګړ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وزارت د کارموندنې لپاره يوه ملي طرحه جوړه کړې او دغه طرحه څه موده وړاندې د تصويب په موخه د وزيرانو شورا ته وړاندې شوې ده.

هغه وايي، چې د دې طرحې له مخې ټول سکتوري وزارتونه اړ دي، چې په خپل چوکاټ کې د پروژو په پلې کولو سره، د کار وړ کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د ده په وينا، ياده طرحه د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې جوړه شوې او دغه وزارت يې د پلي کېدو لپاره تګلاري هم جوړوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په هېواد کې ٣،٥ ميليونه د کار وړ کسان وزګار دي.

ده زياته کړه، چې په هېواد کې د وزګارو کسانو کچه به هغه مهال کموالى ومومي، چې ياده طرحه پلې شي او مرستندويان له ژمنو سره سم په دې برخه کې مرستې وکړي.