ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات پرېنږدي

افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات پرېنږدي

author avatar
3 May 2013 - 10:15
افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات پرېنږدي
author avatar
3 May 2013 - 10:15

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، چې افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات پرېنږدي.

دغه ټکى په هغه خبرپاڼه کې ويل شوى، چې د ولسمشرۍ له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

ولسمشر حامدکرزي، پرون د ډنمارک له لومړي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي پوځونو ترمنځ د نښتې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ،چې  افغان حکومت به له خپل توان څخه په استفادې سره ټول هغه اقدامات ترسره کړي، چې د ډیورنډ د کرښې له دې غاړې څخه ساتنه وشي.

هغه زیاته کړه ،چې افغان حکومت به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات او پوستې پرېنږدي.

همداراز نوموړي هيله څرګنده کړه ،چې د دواړو خواوو ترمنځ پیل شوې جګړه تردې پراخه نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او  افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.

د افغان امنيتي سرچينو په وينا،  دجګړې په ترڅ کې يو افغان سرتيرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي او د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تردې پېښې وروسته پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې زرګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او خپل افغان سرتېري يې ونازول او وروسته يې په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم مجاهد دجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.