کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، چې افغانستان به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات پرېنږدي.
دغه ټکى په هغه خبرپاڼه کې ويل شوى، چې د ولسمشرۍ له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
ولسمشر حامدکرزي، پرون د ډنمارک له لومړي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي پوځونو ترمنځ د نښتې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ،چې افغان حکومت به له خپل توان څخه په استفادې سره ټول هغه اقدامات ترسره کړي، چې د ډیورنډ د کرښې له دې غاړې څخه ساتنه وشي.
هغه زیاته کړه ،چې افغان حکومت به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هیڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات او پوستې پرېنږدي.
همداراز نوموړي هيله څرګنده کړه ،چې د دواړو خواوو ترمنځ پیل شوې جګړه تردې پراخه نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته جګړه شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.
د افغان امنيتي سرچينو په وينا، دجګړې په ترڅ کې يو افغان سرتيرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي او د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تردې پېښې وروسته پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې زرګونو تنو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او خپل افغان سرتېري يې ونازول او وروسته يې په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري محمد قاسم مجاهد دجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن