کابل (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د اندونيزيا يوې محکمې يو افغان د انساني قاچاق په جرم پر اوو کلونو بند محکوم کړى دى.
د اى بي سي په نوم يوې اسټراليايۍ رسنۍ د غويي په ١٨مه خبر ورکړى و، چې دغه افغان قاسم علي نومېږي او په ١٩٩٩ زېږديز کال کې اسټراليا ته کډوال شوى و.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړي د اسټراليا د تابعيت له ترلاسه کولو وروسته بېرته اندونيزيا ته تللى و او له هغه هېواد څخه يې اسټراليا ته د غير قانوني کډوالو قاچاق کاوه.
په راپور کې راغلي، چې نوموړى څو مياشتې مخکې د اندونيزيا د پوليسو له خوا په جاوا ښار کې ونيول شو اړ تر محاکمې لاندې و.
سرچينه وايي، چې تېره ورځ يوې اندونيزيايۍ محکمې نوموړى پر اوو کلونو بند او ٥٠ زره اسټراليايي ډالرو نغدي جريمې محکوم کړ.
خو قاسم علي پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده، چې يادې سيمې ته د ورکو شوو خپلوانو د پلټنې په موخه ورغلى و.
د يادونې ده، هر کال سلګونه افغانان د اندونيزيا له لارې اسټراليا ته په غير قانوني توګه د تلو هڅې کوي، خو يو شمېر يې بيا لاره کې نيول او يا هم په اوبو غرقيږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن