مهترلام (پژواک١٥وږى٩٢): چارواکي وايي، چې لغمان کې پر سړک د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين چاودنې دوه ملکي کسان وژلي او د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په عليشنګ ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين په چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د عليشنګ ولسوالۍ د کردي سالاب په سيمه کې پر پليو ملکي کسانو شوې ده.
ځواک وايي،چې ټپي کسان د درملنۍ لپاره د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دده په خبره، ماين د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا پر سړک ځاى پر ځاى شوى وو.
خو د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه د اخستى.
بلخوا په شمال زون کې د ملي اردو د کوماندو ځواکونو وياند جاوېد سليمي، وايي چې نن د افغان ځواکونو په عملياتو کې د غوچان او غنيو په سيمو کې د وسلوالو طالبانو د يو سرګروپ ملا ميرمحمد په ګډون څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دى وايي، چې د وژل شويو کسانو مړي هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
طالبانو په دې اړه هم تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د سليمي په وينا، د بدخشان په زېباک او اشکاشم ولسواليو کې هم له تېرو دوو ورځو راهيسې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د دولتي ځواکونو چاڼيز عمليات روان دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن