کراچۍ (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ورانکارو پر ضد د پاکستاني ځواکونو د عملياتو پر مهال سلګونه افغان کډوال هم نيول شوي دي.
د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د نا امنيو د لړۍ تر پراخېدو وروسته پاکستاني ځواکونو په دغه ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ پراخ عمليات پيل کړي دي.
په دغه ښار کې د افغان کډوالو د پنډغالي مشر حاجي عبدالله د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو تر پرونه پورې له بېلابېلو سيمو ٤٧٥ افغان کډوال نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې نيول شوي ټول افغان کډوال د پي. ار. او په نوم هغه کارتونه له ځان سره لري، چې د پاکستان حکومت له خوا ورکړل شوي دي.
حاجي عبدالله وايي، چې دغه افغان کډوال د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې د ډوډۍ پخولو په نانواي ګانو ، د سبزيو په منډوي او نورو چارو کې په کارونو بوخت وو.
د کراچۍ د سوپر هاى وې سيمه کې د افغان کډوالو د پنډغالي اوسېدونکې يوې ٧٠ کلنه مېرمن پژواک اژانس ته وويل، چې يو زى لري او هغه هم څو ورځې مخکې د پوليسو له خوا په سهراب ګوټ سيمه کې نيول شوى دى.
د هغې په وينا، زوى يې د سبزي په مارکېټ کې کار کاوه او د هغه تر نيول کېدو وروسته د کور د سرپرستۍ لپاره بل څوک نه لري.
د دغه افغان مېشت غالي يو بل مشر حاجي نسيم وايي، چې پوليسو ډېرى افغان کډوال د دې پر ځاى چې په امنيتي حوزه (تاڼه) کې وساتي په يو داسې زېرمتون کې ساتلي، چې هلته هېڅ اسانتيا نشته.
هغه زياته کړه: ((پوليس د دې واک نه لري چې له ۲۴ ساعتونو څخه د زيات وخت لپاره بنديان له ځان سره وساتي، دوى بايد له دې مودې وروسته بنديان محکمې ته وړاندې کړي، خو د کراچۍ پوليسو دوى له څو ورځو راهيسې له ځان سره ساتلي دي.))
نوموړي تور پورې کړ، چې پوليسو ځينې نيول شوي کسان د رشوت په بدل کې خوشې کړي دي.
دغه قومي مشر وويل، چې پرون يو شمېر افغان کډوالو د کراچۍ د پرېس کلب مخې ته لاريون هم کړى و.
بلخوا د کراچۍ پوليس وايي، چې دوى د عملياتو پر مهال يو شمېر شکمن بهرنيان نيولي، چې افغانان هم په کې شامل دي.
د کراچۍ د پوليسو وياند عمران شوکت رسنيو ته وويل، پوليسو هغه کسان نيولي، چې په دغه ښار کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري او کومو چې اسناد لرل، بېرته خوشې شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل شاه احمد سعيد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د افغانانو د نيونې پر سر له اړوندو پاکستاني چارواکو سره رسمي خبرې اترې کړې دي.
د هغه په وينا، دوى د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې افغان کمېشنر کونسلګرۍ ته ورغوښتى و او د افغانانو د نيونې ستونزه يې ورسره شريکه کړې ده.
د يادونې ده، د پاکستان د نورو ښارونو تر څنګ په کراچۍ ښار کې هم زرګونه افغان کډوال مېشت دي.










