کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې درې اسټراليايي ځانګړي سرتېري ټپيان شوي دي.
د اسټراليا د دفاع وزارت د وږي په ٢٩مه اعلان وکړ، چې ځانګړي ځواکونه يې د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره پر ګډې ګزمې بوخت وو، چې د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د دوى درې ځانګړي سرتېري ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دفاع وزارت وايي، چې په ځوابي نښته کې د يوه قوماندان په ګډون يو شمېر وسله والو مخالفين هم وژل شوي دي.
اسټراليا په افغانستان کې شاوخوا ١٥٠٠ سرتېري لري چې په اروزګان ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP