ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي مولانا فضل الرحمن سره وکتل

ولسمشر کرزي مولانا فضل الرحمن سره وکتل

author avatar
11 Oct 2013 - 18:05
ولسمشر کرزي مولانا فضل الرحمن سره وکتل
author avatar
11 Oct 2013 - 18:05

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۲ ) : د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

له ارګ څخه د تلې په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې مولانا فضل الرحمن د ولسمشر کرزي په رسمي بلنه، نن کابل ته را و رسېد.

سرچینې زیاته کړې چې کابل ته له رسیدو سره سم مولانا فضل الرحمن د خپل سفر په لومړۍ ورځ یې له جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.

سرچینه کاږي، په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلویزو اړیکو او دوستانه همکاریو د پراختیا او د تروریزم او افراطیت له  هغو ګډو ګواښونو څخه د خلاصون  پر لارو چارو خبرې وکړې چې دواړه  هېوادونه ورسره مخامخ دي.

همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د تروریزم پرخلاف د دواړو هېوادونو د همکاریو پر اهمیت باندې ټینګار وک

د سیاسي چارو کارپوهه محمد حسن حقیار کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر مهم بولي او زیاتوي چې هغه به دسولې په پروسه کې مهم  رول ولوبولی شي.

هغه پژواک ته وویل چې مولانا فضل الرحمن له طالبانواو د پاکستان حکومت  سره ښې اړیکې لري او هغوی  دده خبرو ته غوږ ږدي.

دیادونې وړ ده چې وړمه ورځ د عوامی نیشنل ګوند په نامه دیوه بل پاکستاني سیاسي ګوند مشر اسفندیارولي خان هم کابل ته دسفر پر مهال ولسمشر کرزي سره لیدلي وو.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.