کابل (پژواک ٣ کب ٩٢): د افغانستان کرکټ د لومړي ځل لپاره د پرمختيايي فعاليتونو او په دې لوبه کې د ځوانانو د پراخې ونډې له امله دوه نړيوالې جايزې وګټلې.
د کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده مخکې افغانستان د يو شمېر نورو هېوادونو تر څنګ دغو جايزو ته نوماند شوى و.
سرچينې زياته کړه، چې وړمه ورځ د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) په ځانګړې غونډه کې افغانستان ته يادې جايزې ورکړل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې په دې وروستيو کې د ټول هېواد په کچه د کرکټ د پرمختيايي فعاليتونو چټک پرمختګ او په کرکټ کې د ځوانانو پراخې ونډې د کرکټ د اسيايي او نړيوالې شوراګانو پاملرنه د ځان پر لور اړولې ده.
سرچينې زياته کړې، چې همدغو پرمختګونو ته په کتو سره د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته د دغو جايزو د ورکړې اعلان وکړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود د يادو جايزو په ورکړې، ټولو هېوادوالو، لوبغاړو او د کرکټ مينه والو ته مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کرکټ ادارې په دې وروستيو کې ډېر پرمختګونه کړي، د دوو نړيوالو معيارونو لوبغالو ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې يې سيمه ييز لوبغالي او د کرکټ اکاډميانې جوړې کړې دي.
شهزاده مسعود وويل، چې د کرکټ لوبه د افغانستان په ښوونيز نصاب کې ورګډه شوې او سلګونه زره ځوانان اوسمهال په افغانستان پر کرکټ بوخت دي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد دغه لاسته راوړنه يو ستر ملي وياړ بولي او په ځانګړي ډول په دغو دوو برخو کې چې په يو هېواد کې د کرکټ لوبې بنسټيزې اړتياوې دي، په نړيواله کچه د افغانستان مخکښ کېدل لويه لاسته راوړنه بولي.
ډاکټر مراد ټولو هېوادوالو ته د دې سترې لاسته راوړنې مبارکي وويله او د افغانستان کرکټ يې په دغو برخو کې د همدومره ستر وياړ ترلاسه کولو مستحق وباله.
د يادونې ده، دغه لومړى ځل دى، افغانستان په نړيواله کچه د کرکټ په دوو بنسټيزو برخو کې دوه سترې نړيوالې جايزې ترلاسه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن