کابل (پژواک ٥ کب ٩٢): د ځينو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي په کونړ ولايت کې د ملي اردو د سرتېرو وژنه غندي او زياتوي چې په دغه کار بهرنۍ کړۍ لاس لري.
يوه ډله وسله والو طالبانو وړمه شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې ٢١ سرتېري ووژل شول او اته نور نادرکه شوي دي.
د دغو سرتېرو جسدونه تېره شپه کابل ته ولېږدول شول او نن د سردار داوود خان په پوځي روغتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغو کورنيو ته وسپارل شول.
د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي جمعه بای د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې هم د ملي اردو د سرتېرو له وژل کېدو خبر شي نو حواس له لاسه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو دېرشو کلونو يې په جنګونو کې ژوند کړی، همدې ملي اردو ورته د هېواد د راتلونکي په اړه هيلې ورکړې دي، که مرګ ژوبله ورته اوړي نو د هېواد په اړه يې اندېښنې زياتېږي.
د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته هټۍ وال محمد خان پژواک ته وويل، دولت ته په کار ده، چې پر پاکستان باندې بريد وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ سرتېري زموږ ساتونکي او دا ساتونکي مو پرته له پاکستانه بل چا نه دي وژلي، که عام خلک راته وژني خو حوصله کوو، چې سرتېري مو ووژل شي نو بيا خو حوصله نه ده په کار کنه.))
د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل احمدطارق پژواک ته وويل، چې ولسمشر بايد د طالبانو پر وړاندې په خپل دريځ کې بدلون راولي.
نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر د خپلې مهربانۍ له مخې طالبانو ته د ورور خطاب کوي؛ خو هغوی هره ورځ د افغان ولس د ملا تير ماتوي نو ځواب ورته په کار دی.
د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي محصل ضياءالله پژواک اژانس ته په کونړ کې د ملي اردو د وژنې په اړه خفګان وښود او زياته يې کړه، ګاونډى هېواد پاکستان تل هڅه کوي چې افغان ځواکونه وځپي.
دى په ياده پېښه کې پاکستان تورنوي او وايي چې پاکستان څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د دوى يو شمېر سرتېري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي.
ضياءالله وايي: ((پاکستان خپل غچ واخيست او زموږ اتلان يې ووژل، افغان حکومت بايد چپ نه شي.))
د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى او قومي مشر ملک نصيب بيا پر حکومت غږ کوي چې د اوو لادرکه سرتېرو په پيدا کېدو کې دې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي.
هغه وايي: ((که څه هم موږ پوهېږو چې هغه به يې د پاکستان خاورې ته اړولي وي، خو بايد د کشفي ارګانونو له لارې يې معلومات وشي.))
د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار يوه ښوونکې صايمه هم د ملي اردو د سرتېرو پر وژلو خواشيني څرګندوي او له حکومته غواړي چې د پېښې پلټنه وکړي.
نوموړې وويل: ((اوس بيا د هېواد شل ميندې بورې شوې، شل خويندې بې وروره شوې، شل ښځې بې خاونده شوې.))
د صايمې په خبره، چې نور په هېواد کې روان ناورين له زغمه وتلى او بايد حکومت ورته يوه بنسټيزه د حل لاره ولټوي.
د سرپل ولايت د مرکز اوسېدونکي او د فرهنګي چارو فعال محمداسلم پژواک ته وويل، چې که څه هم د يادې پېښې له امله افغان ځواکونو ته ستر زيان واوښت؛ خو د عامو خلکو په زړونو کې د ملي اردو ځای لا پسې زيات شو.
نوموړي زياته کړه، همدې اردو ته د ټول ولس تمه ده، کله مرګ ژوبله ور اوړي نو له سترګو يې اوښکې بهېږي.
د سرپل د مرکز د يوه سوداګريز شرکت کار کوونکي ګل رحمان پژواک ته وويل، چې طالبانو او د دې وطن دښمنان بايد پر دې پوه شي، چې نور دغه هېواد د ورانېدو نه دی.
نوموړي زياته کړه: ((په همدې خاوره مو ډېرې تويې شوې وينې وليدې، انقلاب زموږ په مخ کې تېر شو، خو اوس هغه ورځې نه دي، همدا اردو به هم د وطن ننګه کوي او هم د خپلو ملګرو.))
د سمنګان ولايت د غزنيګ سيمې قومي مشر ګل اغا پژواک ته وويل: ((زموږ دښمنان زموږ د خوښۍ ورځې نه شي ليدلی؛ ځکه خو په همداسې ورځو کې د غم يوه پېښه رامنځ ته کوي.))
نوموړي زياته کړه: ((د ملي اردو د شهيدانو پېښه نه هېرېدونکې ده او د دې مانا ورکوي، چې اوس دا وطن دې کچې ته رسېدلی، چې خپله اردو يې په خپله ساتنه وکړي؛ ځکه خو مو دښمن اردو په نښه کوي.))
د ولايت د مرکز ايبک ښار اوسېدونکي او د فرهنګي چارو فعال مختار پژواک ته وويل، چې له دې سخته ورخ به بله نه وي، چې د يو هېواد شل سرتېري په يوه پېښه کې شهيدان شي.
نوموړي زياته کړه، چې دی ډېر وخت پر دې خپه کېږي، چې کله په رسنيو کې د ملي اردو د شهيد شوو سرتېرو ته د شهيد کلمه نه کاروي.
هغه د هېواد د رسنيو له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې له دې پېښې وروسته دې د ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه د افغان ځواکونو وژل شوو سرتېرو ته د شهيد کليمه وکاروي.
د کندهار ښار اوسېدونکي په کونړ کې د ملي اردو د ٢٠ سرتېرو وژنه يوه دردوونکې پېښه ګڼي او په دې باور دي، چې دغه پېښه د ٢٣ تنو پاکستاني پوځيانو د وژلو په غبرګون کې شوې ده.
د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکى غلام سخي نوريوال پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز افغانستان ته احتجاج کړى و، چې پاکستاني طالبانو د افغانستان په خاوره کې ٢٣ پاکستاني سرتېري وژلي، چې د افغانستان د حکومت له خوا د هغه دا ادعا رد شوه.
هغه زياته کړه، دا پېښه په ډېره څرګنده توګه د هماغې پېښې په غبرګون کې شوې او په کونړ کې د ملي اردو سرتېري د پاکستان له خوا وژل شوي دي.
نوموړى وايي، که څه هم تر دې وړاندې په بېلابېلو پېښو کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې ډېره دردوونکې ده او په روانو حساسو شرايطو کې نه يوازې خپله د سرتېرو بلکې د عام ولس پر روحيه ناوړه اغېز لري.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې يو اوسېدونکى نظر جان چې په ښار کې ټکسي موټر چلوي وايي، تېره شپه يې له رسنيو د ملي اردو د ٢٠ سرتېرو د وژلو خبر اورېدلى او سخت ورباندې خپه دى.
هغه زياته کړه، اوس افغانستان د څو کلونو مخکې افغانستان نه دى، اوس خلک د خپلو سرتېرو پر قدر پوه شوي او د هغوى د هغو قربانيو چې په پايله کې يې هغوى ته نسبي ارام ژوند په برخه شوى، قدرداني کوي.
ده وويل: ((دا خو بېخي ښکاره خبره ده، چې په کونړ کې د ملي اردو سرتېري د پاکستان په دستور وژل شوي، هغوى چې د خپلو سرتېرو د وژلو په غبرګون کې چې خپلو طالبانو يې وژلي وو، احتجاج کولاى شي، نو موږ ولې داسې نه شو کولاى، حکومت بايد په دې اړه خاموش پاتې نه شي.))
د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى نصيراحمد وايي، چې پر دې پېښه خلک سخت خواشيني دي او چې هر ځاى ګوري ځوانان او نور د همدې موضوع په اړه خبرې کوي، ځکه دا د ټول افغانستان درد دى.
د نوموړي په باور، دغه راز پېښې د خلکو کرکه د وسله والو او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې نوره هم زياتوي او په خپل منځ کې لا هم ملي يووالي ته هڅېږي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې پر دې پېښه جدي غبرګون وښيي او په راتلونکي کې د دغسې دردوونکو پېښو د نه تکرارېدو لپاره خپل ټول امکانات پر کار واچوي.
د فارياب مرکز ميمنې ښار يو مخور صدرالدين پهلوان، په کونړ کې د ٢١ ملي اردو وژنه د پاکستان توطيه بولي او وايي: ((موږ په کلکه د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ يو او زموږ دولت بايد د ملي اردو د قاتلانو په اړه څرګند دريځ ولري.))
پهلوان وويل، چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان يوغښتلي امنيتي ځواک ولري.
هغه زياته کړه: (( کله چې تېر کال په ننګرهار ولايت د ډيورنډ په کرښه يو افغان سرحدي پوليس شهيد شو، د افغانانو کلک غبرګونونه يې وپارول، اوس هم زموږ د ملي اردو د سرتېرو شهيدېدا د افغانانو کرکه راپارولې ده.))
د کندوز پوهنتون يو محصل عبدالهادي د ملي اردو د سرتېرو وژنه يوه ضايعه ګڼي او وايي، چې ملي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو خدمت کوي او امنيت يې ساتي، خو د پاکستان اى اېس اى پورې تړلو کړيو د ډيورنډ کرښو ته نږدې فعاليت او په ورانکاريو او وژنو لاس پورې کوي.
دغه محصل زياتوي: ((زموږ د ملي اردو سرتېرې د هغه ٢٣ پاکستاني سرتېرو چې په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو له خوا ووژل شو، يو غچ اخيستونکي بريد ګڼل کېږي.))
هغه وويل، چې افغانستان د حساسو شرايطو په پام کې نيولو سره او دا چې ځيني ګاونډيان په دې لټه کې دي چې د افغانانو ملي ارزښتونو او ملي پوځ ته ګوزار ورکړي، بايد کلک او روښانه دريځ غوره کړي تر څو د دغسې بريدونو مخنيوى وشي.
د باميان د ولايتي شورا غړى حيدرعلي احمدي د ملي اردو د سرتېرو پر وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړه او له حکومت يې وغوښتل چې د دغو سرتېرو غچ واخلي.
دغه راز نوموړي وويل، چې نور بايد وسله والو طالبانو ته د وروڼو خطاب ونه شي.
هغه د ولسمشر حامد کرزي پر سياسي تګلارو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د هغه د همدغه دريځ له امله طالبان دغه ډول کړنې ترسره کوي.
د غزني ښار يو اوسېدونکى محمدحسين رحيمي د افغان ځواکونو پر يوه مرکز د وسله والو طالبانو دغسې بريد د افغان کشفي ارګانونو کمزورتيا بولي.
رحمي وايي: ((موږ په دې مسئله ډېر خواشيني شوي يو، دغه کار د افغان کشفي ارګانونو پر کمزورتيا دلالت کوي.))
د غزني بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، چې په دغسې بريد کې پاکستان لاس لري ځکه چې د جګړې په ډګر کې د پاکستاني طالبانو مړي هم پاتې شوي.
د کونړ ولايت يو اوسېدونکى مولوي عبدالرازق د دې پېښې د غندنې ترڅنګ وايي، چې په دغه بريد کې بهرينو جاسوسانو لاس درلود.
هغه دغه راز امنيتي ارګانونه ګرم وبلل او زياته يې کړه چې دوى غفلت کړى دى.
د کونړ د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل بيا د کشفي ادارو مسوولين ګرموي او زياتوي، چې هغوى بايد مجازات شي.
د هرات ولايت يو اوسېدونکى د کونړ د پېښې د غندلو ترڅنګ اندېښنه څرګندوي چې که کشفي ارګانونه پياوړي نه شي، دا ډول پېښې به بيا تکرار شي.
هغه زياته کړه، که چېرې افغان هوايي ځواک پياوړى واى او ژر مرستې ته رسېدلي واى، نو دومره ډېر سرتېري به نه وژل کېدل.
د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى محمدفهيم وايي، چې د ناټو له خوا د افغان ځواکونو د نه مرستې او ملاتړ له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP