Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د احمدشاه وحيد د تښتونې په تور ٢٤ تنه نيول شوي

د احمدشاه وحيد د تښتونې په تور ٢٤ تنه نيول شوي

author avatar
24 Apr 2014 - 15:05
د احمدشاه وحيد د تښتونې په تور ٢٤ تنه نيول شوي
author avatar
24 Apr 2014 - 15:05

کابل (پژواک ٤ غويى ٩٣): د کابل امنيه قوماندان وايي، چې د فوايد عامې وزارت د مرستيال د تښتونې په تور ٢٤ تنه نيول شوي دي.

د فوايد عامې وزارت ساختماني مرستيال انجنير احمدشاه وحيد تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د کابل ښار له خيرخانې مينې په داسې حال کې تښتول شوی، چې له کوره دندې ته روان و.

د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر ظاهر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د فوايد وزارت مرستيال تېره ورځ په کاپيسا ولايت کې د پوليسو د هڅو په پايله کې د تښتوونکو له بنده راخوشى شو.

هغه زياته کړه، چې د فوايد عامې وزارت د ساختماني مرستيال د تښتوني په شک ٢٤ تنه نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

د هغه په وينا، يادو انسان تښتوونکو د انجنير وحيد د خلاصون په بدل کې د پيسو ترڅنګ د يو شمېر مافيايي زندانيانو د ازادېدو غوښتنه هم کړې وه.

ظاهر وايي، چې د وحيد د تښتونې اصلي طراح تر دې وړاندې هم درى ځلې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوى خو بېرته ازاد شوى و خوامنيه قوماندان د هغه نوم په ډاګه نه کړ.

د کابل امنيه قواماندان له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې انسان تښتونکي او هغه کسان، چې بې ګناه خلک وژني، بايد اعدام کړي.

خوهغه زياته کړه: ((هر څوک چې په کابل کې اختطاف وکړي، ما قسم کړى، چې خلاصېداى را نه نه شي هر ځاى کې چې وي، نيسم يې.))

په ياده غونډه کې د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وويل، چې د کورنيو چارو وزير نن سهار له احمد شاه وحيد سره ليدلي او د وحيد روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

هغه زياته کړه، چې پوليسو نوموړی په يوه موټر کې په داسې حال کې موندلی چې لاسونه او سترګې يې تړلې وې او انسان تښتونکو غوښتل، چې انجنير وحيد د کاپيسا له يوې سيمې بلې سيمې ته ولېږدوي.

 د صديقي په وينا، د کاپيسا د امنيه قوماندان او جنايي مدير په ګډون هغو پوليسو، چې د احمدشاه وحيد په خلاصون کې ډېرې هلې ځلې کړې دي د کورنيو چارو د وزير له لوري وستايل شول.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.