ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو وزارت: د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې غير قانوني کېندنې کېدې

د کانونو وزارت: د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې غير قانوني کېندنې کېدې

author avatar
3 May 2014 - 20:42
د کانونو وزارت: د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې غير قانوني کېندنې کېدې
author avatar
3 May 2014 - 20:42

کابل (پژواک،۱۳غویى۹۳):د کانونواو پټرولیم وزارت وایي، چې د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ د “دهنه تور” د ډبروسکرو په کان کې د چاودنې مسوولیت دوى ځکه پر غاړه نه اخلي، چې په دې کان کې د خپلسرو کیندنو په ترڅ کې چاودنه شوې.

د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ د “دهنه تور” د ډبرو سکروپه کان کې ، چې د مزار شریف له ښار نه ۱۲۴ کیلومتره فاصله لري، د غويي په لسمه ، د سهار په اوو بجو یوه زوروره چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ددې کان ۲۴ تنه کارګران ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

د کانونو او پټرولیم مرستیال وزیرانجنیر نصیر احمد دراني د غويي په ١٣مه، په  کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې  د” فتح کربلایي” په نوم یوه زورواکي په دې کان کې چې پنځه کاله وړاندې د کانونو وزارت له خوا تړل شوی و، د شپې په درې نیمو بجو کیندنه پیل کړې وه ، چې د سهار په اوو بجو پکې چاودنه وشوه.

هغه ددې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د ډبرو د سکرو په دغه تړل شوي کان کې د میتانو دغاز تر نورمال حد د څلور چنده زیات ټولېدل وګڼل او زیاته یې کړه چې د کانونو وزارت د تفتیش ګرځنده ټیمونو تر پېښې یوه ورځ وړاندې له دغه سړي څخه لیکلی ضمانت اخیستی و، چې دلته به کېندنه نه کوي.

دراني زياته کړه : (( موږ ته د ورځې په یوولسو بجو ددې پېښې خبر را ورسید ، موږ سمد لاسه  د۴۹ تنو یو ټیم د ژغورنې د عملې په توګه دغه کان ته واستولو.))

د هغه په وينا، ” فتح کربلایي” پخپله تښتېدلی او دده د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره هڅې روانې دي.

د مرستیال وزیر په وینا، په دې چاودنه کې ۲۴ تنه کارګران وژل شوي او دا ټول کسان د یوه زورواکي له خوا د شپي له خوا په غلا دې کان ته چې  د وزارت د فني ټیم له اړخه تړل شوی و، دننه شوي و او غیرقانوني کېندنه یې کوله.

ده وویل چې د کانونو وزارت  ددې پېښې له هر وژل شوي کارګر سره ۵۰ زره افغانۍ او له هر ټپي سره لس زره افغانۍ مرسته کړې ده.

مرستیال وزیر زياته کړه، چې د کانونو د وزارت پر مرستې سر بېره د سرې میاشتې، د پېښوڅخه د مخنیوي ادارې او ځینو نورو ادارو له خوا هم ددې پېښې قربانیانو سره تر سره کړې دي.

درانى وايي، چې د دره صوف په  ولسوالۍ کې  دډبرو د سکرو  ۲۳۲سمڅې دي،  چې له هغې ډلې نه یواځې پنځه یې قانوني دي او کومه چاودنه هم چې شوې ،په داسې یوه صوف کې شوې، چې پنځه کاله وړاندې تړل شوی و.

مرستیال وزیر د خپلوخبرو په ترڅ کې سیمه ییز چارواکي هم په دې تورن کړل ، چې  په بېلابېلو کانونو کې ددې ډول پېښو په رامنځ ته کېدو کې لاس لري.

نوموړي وویل ، د کانونو وزارت امنیتي ځواک نه لري ، چې په کانونو کې د خپلسر کیندنو مخنیوی وکړي.

ده همدارنګه وویل چې نن يې د کانونو د تصویب په اړه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم ګډون کړی و او یادونه یې وکړه چې دغه قانون تر اوږدو ناندریو وروسته تصویب شو.

دراني ددې قانون تصویب د کانونو پر سر د پانګونې په اړخ کې یو مهم ګام وګاڼه او څرګنده یې کړه چې ددې قانون تصویب د کانونو په برخه کې د پانګوالو لپاره دومره اهمیت لري لکه تږي ته اوبه .

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.