Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د ولايتي شورا د يوه کانديد پر کور بريد شوى

کلات (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د زابل د ولايتي شورا د يوه کانديد پر کور وسله وال بريد شوى خو دى ترې روغ وتلى دى.

دغه بريد تېره شپه د دغه ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د احمدشاه خېلو په سيمه کې د ولايتي شورا د کانديد محمديعقوب سيوري وال پر کور شوى دى.

يعقوب سيوري وال د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شپې نهه بجې ١٥ وسله والو د ده پر کور بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې ده او د کورنۍ څو نورو غړو يې له وسله والو سره نيم ساعت جګړه وکړه او کله چې يې سيمه ييز پوليس مرستې ته ورغلل وسله وال وتښتېدل.

د يعقوب په وينا، چې وسله والو يې د کور مخې ته دوه چاودنې وکړې چې له امله يې د ده موټر او کور زيانمن شوي، خو د سر زيان يې نه درلود.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالباقي هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يعقوب پر کور وسله وال بريد او چاودنې شوې دي.

د هغه په وينا، په سيمه کې سخته جګړه هم شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

دى وايي چې د ولايتي شورا دغه کانديد اوس په کلات ښار کې اوسېږي، خو کله ناکله خپل کلي ته راځي.

د دغه ولايت امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.