کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې سېلابونو پر سلګونه جريب ځمکې کرل شوي کښتونه زيانمن او ځيني سړکونه يې تخريب کړي دي.
د سروبي د جګدلک کلي اوسېدونکي او قومي مشر مجنون خان مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه سېلابونو په دغه کلي کې ډېر مالي زيانونه واړول.
هغه وويل، چې په ياده سيمه کې سېلابونو سلګونه جريبه ځمکه لاندې کړې، پنځه کورونه يې زيانمن کړي او له جګدلک څخه د سروبي مرکز ته او دغه راز له سروبي څخه د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته غځېدلى سړک يې هم څو ځايه تخريب کړى دى.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په جګدلک کې د سېلابونو له امله يو شمېر څاروي هم مړه شوي دي.
د سروبي ولسوال محمدګل شرافت هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې سېلاب مالي زيانونه اړولي دي.
هغه وايي، چې ده د يادو زيانونو د څېړلو لپاره پلاوى ګومارلى او د دغه پلاوي د څېړنو له مخې به له زيانمن شوو سره اړينې مرستې وشي.
په روانه مياشت کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٢٠٠ تنه مړه شوي، زرګونه کورونه زيانمن شوي او د زرګونو جريبه ځمکې حاصلات له منځه تللي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن