نوى ډيلى ( پژواک، ٦ غبرګولى ٩٣ ) : ولسمشر حامد کرزي د هندوستان نوي لومړي وزير سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ په هرات کې د هندوستان پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه خبرې وکړې.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين د غبرګولي په ٦مه، ويلي، چې دا ليدنه نن سهار په نوي ډيلي کې د هندوستان د نوي لومړي وزير نريندرا مودي په کور کې وشوه.
سرچينې زياته کړه، چې حامد کرزى لومړى بهرنى ولسمشر و، چې د هندوستان له لومړي وزير سره يې ليدلي دي.
د لومړي وزير له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې کرزي او مودي د دوه اړخيزو خبرو ترڅنګ په هرات کې د هندوستان پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه هم خبرې وکړې.
تر دې مخکې حامد کرزي له هندي رسنيو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړې وه ، چې د هرات په بريد کې د لشکرطيبه په نامه وسله والې ډلې لاس درلود.
هغه يوه هندي ټلوېزيون ته ويلي : (( غربي استخباراتو موږ ته راپور را کړى، په هغه کې راغلي چې دا بريد د لشکرطيبه له خوا پلان شوى و. ))
حامد کرزى پرون ديوه پلاوي په مشرۍ نوى ډيلى ته رسيدلى ، چېرته چې هغه د نوي لومړي وزير نريندرا مودي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ، په دې مراسمو کې د پاکستان د لومړي وزير ميا نواز شريف ترڅنګ د سارک غړو هېوادونو مشرانو هم ګډون کړى وو.
حامد کرزي پرون د هندوستان له مخکني لومړي وزير منموهن سنګهـ سره هم ليدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن