ژبه

حامد کرزي د هند له لومړي وزير سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې وکړې

سوجى دهار

۶ غبرګولی ۱۳۹۳ - ۱۱:۱۲

Views: ۱۱۵

نوى ډيلى ( پژواک، ٦ غبرګولى ٩٣ ) :  ولسمشر حامد کرزي د هندوستان نوي لومړي وزير سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ په هرات کې د هندوستان پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه خبرې وکړې.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين د غبرګولي په ٦مه، ويلي، چې دا ليدنه نن سهار په نوي ډيلي کې د هندوستان د نوي لومړي وزير نريندرا مودي په کور کې وشوه.

سرچينې زياته کړه، چې حامد کرزى لومړى بهرنى ولسمشر و، چې د هندوستان له لومړي وزير سره يې ليدلي دي.

د لومړي وزير له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې کرزي او مودي د دوه اړخيزو خبرو ترڅنګ په هرات کې د هندوستان پر کونسلګرۍ د وروستي بريد په اړه هم خبرې وکړې.

تر دې مخکې  حامد کرزي له هندي رسنيو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړې وه ، چې د هرات په بريد کې د لشکرطيبه په نامه وسله والې ډلې لاس درلود.

هغه يوه هندي ټلوېزيون ته ويلي : ((  غربي استخباراتو موږ ته راپور را کړى، په هغه کې راغلي چې دا بريد د لشکرطيبه له خوا پلان شوى و. ))

 حامد کرزى پرون ديوه پلاوي په مشرۍ نوى ډيلى ته رسيدلى ، چېرته چې هغه د نوي لومړي وزير نريندرا مودي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ، په دې مراسمو کې د پاکستان د لومړي وزير ميا نواز شريف ترڅنګ د سارک غړو هېوادونو مشرانو هم ګډون کړى وو.

حامد کرزي پرون د هندوستان له مخکني لومړي وزير منموهن سنګهـ سره هم ليدلي دي.