ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي ټول هېوادوال په ټاکنو کې پراخ ګډون ته را وبلل

author avatar
12 Jun 2014 - 20:26
author avatar
12 Jun 2014 - 20:26

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي له ټاکنيزو کميسيونو وغوښتل، چې د ټاکنو ټول بهير د وروستيو پايلو تر اعلان پورې په بشپړې بې پلوۍ په شفاف ډول ترسره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن ماخوستن په خپل يوه پيغام کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غبرګولي ٢٤مه په هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو ورځ ده. بل سبا به موږ ټول انتخاباتي مراکزو ته ورځو او د خپلې خوښې کاندید ته به رایه ورکوو. دا ورځ په افغانستان کې د ثبات او ولسواکۍ د لا پیاوړتیا او ټینګتیا لپاره ډېره ډېره مهمه ده.

ده ويلي، د ټاکنو په لومړي پړاو کې له امنیتي ګواښونو، باران او سړو، سره سره زموږ هېوادوالو په خورا مینه او علاقه د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخیسته او د خپلې  خوښې کاندیدانو ته یې رایه ورکړه. د انتخاباتو په لومړي پړاو کې زموږ د خلکو پراخ ګډون په نړۍ کې ډېر ښه انعکاس درلود او نړیوالو ته مو وښوده، چې زموږ خلک د ولسواکۍ پربنسټ د خپل هېواد ثبات او ترقي غواړي. د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې به تر لومړي پړاو په ډېر زیات شوق برخه اخلو او خپله رایه به استعمالوو.

هغه زياته کړې، ټاکنې يوه تر ټولو مهمه ملي پروسه ده او په هغه کې ګډون زموږ ټولو ملي او هېوادنۍ وجيبه ده. په ټاکنو کې د ټولو خويندو او وروڼو برخه اخيستل، په حقيقت کې د هېواد د روښانه راتلونکي په لوري ستر ګام دى.

د ده په وينا، ټاکنې د هېواد وړتياوې لا نورې زياتوي او هېواد لا ډېر باثباته او غښتلى کوي او پر ولسواکۍ زموږ د خلکو باور زياتوي.

نوموړي ټولو حکومتي ادارو په ځانګړي ډول امنيتي بنسټونو ته په ټينګار سره لارښوونه کړې، چې د ټاکنو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې څخه ډډه وکړي.

ولسمشر وايي: “زه له ټولو تاسو څخه غواړم چې د باثباته، ډاډمنې او ابادې راتلونکې په موخه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٤مه د رايې ورکونې مرکزونو ته لاړ شئ او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړئ. د هېواد امنيتي ځواکونه ستاسو هېوادوالو په همکارۍ، د ټاکنو د امنيت ټينګښت ته چمتووالى لري.”

حامد کرزي ويلي، د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون هم غواړي، چې د ټاکنو په ټول بهير کې د وروستيو پايلو تر اعلان پورې د هېواد له نافذه قوانينو سره سم له بشپړې بې پلوۍ سره کار وکړي او دغه ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي او په دې ترتيب، ګران افغانستان د ولسواکۍ د معتبرو نهادونو خاوند کړي.

دى وايي: “راځئ د انتخاباتو په ورځ موږ ټول هېوادوال انتخاباتي مراکزو ته لاړ شو او د خپلې خوښې کانديد ته رایه ورکړو.”

ټاکل شوې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٤مه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو ترسره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.