ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا معتصم: طالبان دې له امنيتي ځواکونو او عام ولس سره چلند ښه کړي

ملا معتصم: طالبان دې له امنيتي ځواکونو او عام ولس سره چلند ښه کړي

author avatar
7 Jul 2014 - 13:28
ملا معتصم: طالبان دې له امنيتي ځواکونو او عام ولس سره چلند ښه کړي
author avatar
7 Jul 2014 - 13:28

کابل (پژواک ۱۶چنګاښ۹۳): د طالبانو پخوانى وزير ملا اغاجان معتصم وايي چې په هېواد کې له بهرنيو ځواکونو سره جګړه محدوده شوې، نو ځکه بايد طالبان له امنيتي ځواکونو او عام ولس سره په خپل چلند کې توپير راولي.

نوموړي دغه تازه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې، چې يوه کاپي يې د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

هغه زياته کړې، چې افغانستان اوس يوې حساسي مرحلې ته ننوځي نو له دې امله ټولو ښکېلو اړخونو ته لازمه ده چې په خپلو کړنو کې ملي او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونيسي.

ملا معتصم اغا له  ټولو سياسي اړخونو غوښتي چې روانو حالاتو ته په کتو سره پر دغه حقيقت فکر وکړي چې يواځې افغانان کولای شي چې د خپلمنځي سياسي تفاهم په پايله کې ټول کړکېچونه او لانجې هوارې کړي او هېواد له بحران څخه وژغوري.

سرچينې زياته کړه: ((له هېواد څخه د جګړې ټغر ټولول، سوله او ثبات رامنځته کول، د شهيدانو، مجاهدينو او ټول ملت له ارمانونو سره سم د يوه اسلامي ملي نظام  د رامنځته کولو هدفونه لا هم له موږ څخه لرې دي .))

ياد پخوانى طالب چارواکى په خبرپاڼه کې وايي، چې اوس په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره جګړه محدوده شوې ده.

هغه زياته کړې، چې افغان امنيتي ځواکونه اوس مخامخ په جګړه کې ښکېل دي نو په کار ده چې طالبان او نورې وسله والې ډلې د جګړې پر مهال له دغو ځواکونو او عام ولس سره په خپل چلند کې توپير راولي او شرعي معيارونه دې په پام کې ونيسي.

نوموړي پر دې ټينګار کړى، چې د جګړو پر مهال دې عام المنفعه ځايونو د ويجاړولو او د ولسي وګړو له ځورولو او وژلو ډډه وشي او په دې لاره کې دې په بشپړه توګه اسلامي ارزښتونه په پام کې ونيول شي.

هغه زياتوي: ((د پوهنتونونو، جامعاتو او ښوونځيو استادان زموږ د ټولنې يوه مهمه هسته او ډېر محترم قشر دی، دغه قشر زموږ له هېواد څخه د جهل تيارې لرې کوي د هغوى خوندي ساتل، د هغوى د حيثيت احترام کول زموږ د ټولو ديني او ملي وجيبه ده.))

د طالبانو د واکمنۍ د ماليې پخواني وزير ويلي چې دولت دې هم بايد په خپلو کړنو کې ټولو افغاني او انساني ارزښتونو ته ژمن و اوسېږي او د عام ولس ځورول، د هغوى د کورونو پلټل او په توقيف خانو کې په ناحقه د افغانانو ساتل  داسې اعمال دي چې په ټولنه کې د نورو بدبختيو لامل ګرځي او د سولې او ثبات په لاره کې خنډونه ايجادوي.

ملا معتصم اغا له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د هېواد په دې حساس تاريخي پړاو کې دې له شخصي او ګوندي ګټو تېر شي او د ملي ګټو د تامين لپاره دې ګډ کار وکړي.

هغه وايي، ټول افغانان بايد د ملي ارادې او افغاني عزم پر اساس دښمن پلوه کړيو ته د دې اجازه نه ور کوي، چې په هېواد کې قومي، نژادي او ژبنيو اختلافاتو ته لمن وهي .

ملا اغا جان معتصم د طالبانو د مشر ملا محمدعمر له نږدې کسانو او د طالبانو په حکومت کې د ماليې وزير و. د هغوى د واکمنۍ له پرځېدو وروسته يې د څه وخت لپاره د طالبانو د سياسي کمېټې مشري پر غاړه وه.

هغه د ٢٠١٠ کال پر مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له يوه بريده روغ ووت  او اوس په ترکيې هېواد کې مېشت دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.