ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د طالبانو له لوري نومول شوى والى ووژل شو

بدخشان کې د طالبانو له لوري نومول شوى والى ووژل شو

author avatar
8 Jul 2014 - 17:40
بدخشان کې د طالبانو له لوري نومول شوى والى ووژل شو
author avatar
8 Jul 2014 - 17:40

کابل، فيض اباد (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې په بدخشان کې د ١٤ وژل شويو وسله والو مخالفينو په ډله کې، د دوى له لوري نومول شوى والي هم شامل دى.

د دغه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ډله وسله وال مخالفين د جرم ولسوالۍ په راغک سيمه کې، د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړې، چې په وژل شويو کسانو کې د قاري فصيح الدين په نامه د طالبانو له لوري نومول شوى والي، يو پاکستانى او تاجکستانى وګړي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په جرم ولسوالۍ کې د دوه بهرنيانو په ګډون ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او دولس نور ټپيان شوي دي.

خو نوموړي، فصيح الدين  د طالبانو قوماندان بللى و او د دوه بهرنيانو هويت يې هم نه و څرګند کړى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې په جرم ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، چې په اړه به يې جزيات په راتلونکي کې خپاره شي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د جرم ولسوالۍ په دهن خستک سره په نږدې سيمه کې، څلور وسله وال مخالفين، دوه ملکيان او د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوي دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.