Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو کارګران د خوندي ژوند غوښتونکي دي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د افغانستان د کانونو کارګر او کار کوونکي او د دوى له حقونو د دفاع ټولنې پر حکومت او خصوصي شرکتونو نيوکه کوي چې د کارګرانو د ژوند خونديتوب په برخه کې يې سم اقدامات نه دي کړي.

هر کال په هېواد کې د کان کيندنو په ترڅ کې د بېلابېلو پېښو له امله لسګونه کارګران خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځيني يې ټپي او يو شمېر نور يې معيوب او يا هم په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

يادې پېښې ډېرى مهال په غير معياري او غير فني توګه د کانونو کيندنو له امله رامنځته کېږي، چې هر کال د ګڼ شمېر کار کوونکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

د دې تر څنګ په کانونو کې د کارکوونکو او د هغوی پر امنيتي ساتونکو چاودنې او بريدونه هم ترسره کېږي، چې له دې اړخه تر اوسه لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کانونو کيندلو پر مهال ډېری پېښې د ډبرو سکرو په کانونو کې رامنځته شوې دي، دا پېښې يا په کان کې دننه د چاودنې، د کان ښويېدنې او يا هم په کان کې د ګاز خپرېدو له امله رامنځته شوې دي.

په کان کې تر ټولوخونړۍ پېښه د ۱۳۹۲ لمريز کال د وږي په ۲۳مه د سمنګان ولايت د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې رامنځته شوه، چې شاوخوا ۳۰ کسان په کې ووژل شول او ځيني نور ټپيان وو.

ځايي چارواکو هغه مهال پژواک ته ويلي وو، چې ياده پېښه په کان کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغوى زياته کړې وه چې له چاودونې څو ساعته مخکې د کان کار کوونکو په کان کې د ميتان ګاز بوى حس کړی و، چې بايد په دغسې حالاتو کې د استخراج چارې بندې شوې وای؛ خو د کان انجنيرانو کارکوونکو ته د کار د دوام ويلي وو، چې د همدغه ګاز زياتېدو له امله چاودونه رامنځ ته شوه.

دغه راز د ۱۳۹۰ لمريز کال د مرغومي په ۳۰مه د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان په يوه سمڅه کې د اور لګېدنې له امله١١ کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

همدارنګه د روان لمريز کال د غويي په ۱۱مه د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د يوه کان نړېدو له امله ۱۵ کان کيندونکي ووژل شول.

دغه راز د ۱۳۹۲ لمريز کال د تلې په مياشت کې د کهمرد ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان ځينې برخې ونړېدلې چې له وېرې يې ګڼو کسانو په کان کار پرېښود.

د دې تر څنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو کانونو کې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ګڼو کارکوونکو او د هغوى ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کانونو ځيني څارونکي په دې باور دي چې له کانونو عموماً په غير فني ډول سکاره ايستل کېږي له همدې کبله ډېر ځلي د کانونو سمڅې نړېږي او کارګر په کې ګير پاتې کېږي.

د سمنګان والي خيرالله انوش وايي چې په دره صوف ولسوالۍ د سکرو په کانو کې ۲زره کيندن ځايونه شته چې په قانوني ډول سکاره ورڅخه استخراجېږي او حکومت ته ماليه ورکوي.

د سمنګان والي وايي، حکومت هڅه کړې چې په ځينو کانونو کې د دې لپاره د سکرو کيندل ودروي چې د کيدنې لاره يې خوندي نه ده او يا دا کانونه خطرناک دي.

د سمنګان تر څنګ د بغلان ولايت د ډبرو سکرو په کانونو کې ډېری مهال پېښې رامنځته کېږي، چې له امله يې ګڼو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو پر مرګ ژوبلې سربېره امنيتي پېښې هم د کانونو د کارګرانو ژوند ته ګواښ دي.

تېر کال د وږي په نهمه د پروان د کرومايټ ډبرو کان کارکوونکي په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په لوګر ولايت کې د مس عينک کان پر امنيتي کارکوونکو بريدونه او چاودنې وشوې چې له امله يې ګڼ کسان مړه او ټپيان شول.

دغه راز د ۱۳۹۲ لمريز کال د سلواغې په اومه د جوزجان د شبرغان د افغان ګازو تصدۍ د رياست دوه کارکوونکي د ماين په چاودنه کې ټپيان شول، د دې تر څنګ د شبرغان د ګازو د څاه ګانو پر امنيتي پوستو هم بريدونه ترسره شول.

په دې لړ کې وروستۍ پېښه د روان کال د غويي په شلمه د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې وسله والو د مرمر ډبرو کان نهه کارکوونکي وتښتول.

په تښتول شوو کې يو انجنير او اته نور کار کوونکي شامل وو، چې بيا څو ورځې وروسته خوشي شول.

د کانونو کارکوونکي د خپل ژوند د خونديتوب تر څنګ له حکومت او د شرکتونو له مسوولينو غواړي چې دوى ته بايد اړين وسايل چې ژوند يې پرې ژغورل کېږي، ورکړل شي.

د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو کان يو کارکوونکى محمد عارف وايي، تر څو چې په معادنونو کې اصولي، قانوني او معياري کيندنې ونه شي، دولت او کارکوونکي به ټول له ستونزو سره مخ وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په يکاولنګ ولسوالۍ کې د مرمر او رخام تيږو کانونه شته، خو زياتوي چې ډېرى مهال په غير فني توګه کيندنې په کې کېږي، چې له امله يې بېلابېلې ستونزې پيدا شوې دي.

ده زياته کړه، چې د دولت او د شرکتونو د مسوولينو د بې پروايۍ له امله ډېر کله د کانونو د کارګرانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

د باميانو د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکى حفيظ الله هم وايي، نه يواځې ژوند يې خوندي نه دى، بلکې کله ناکله د څو مياشتو معاشونه هم نه ورکول کېږي او يا هم څو مياشتې پر له پسې وزګار پاتې کېږي.

بلخوا د دغه ولايت د کانونو ځينو کارکوونکو د خپل ژوند د نه خونديتوب له امله خپل کارونه پرېېښي دي.

محمدرضا چې د کهمرد ولسوالۍ د کان کارګر و او اوس يې کار پرېيښى، وايي، چې هلته يې ژوند خوندي نه و.

دى زياتوي، په دغه کان کې پېښې زياتې شوې وې او ده په خپلو سترګو ليدل، چې کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه اخر اړ شو کار پرېږدي.

د باميانو د کهمرد ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان يوه کارکوونکي اسلام الدين پژواک اژانس ته وويل چې دولت تر اوسه د دوى د ژوند خونديتوب لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغه زياتوي، نه يواځې ژوند يې خوندي نه دى، بلکې ډېرى مهال اوزګار هم وي؛ ځکه چې په کانونو کې د ستونزو پر مهال يې کار درېږي او بيا بېکاره ګرځي.

بلخوا د کارګرانو له حقونو د دفاع ټولنې هم پر دولت او خصوصي شرکتونو نيوکه کوي چې په کانونو کې د کار کوونکو د ژوند خونديتوب لپاره اقدامات نه دي کړي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري ټولنې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل چې د کانونو کارګران له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کار په ساحه کې يې ډېر حقوق تلف کېږي.

هغه زياته کړه چې د کار په سيمه کې د محافظتي وسايلو نه شتون د کانونو د کارګرانو لپاره لويه ستونزه ده او د کانونو په پېښو کې ډېر تلفاتو هم د محافظتي وسايلو د نه شتون له امله رامنځته شوي دي.

ډاکټر عادل وايي چې د کانونو مالکان د کارګرانو له انرژۍ په بې رحمانه ډول ګټه پورته کوي، خو د کار په سيمه کې يې بيا ژوند ته پاملرنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((وقايه تر معالجې غوره ده، له پېښو وروسته تر مرستې دا غوره ده چې کارګرانو ته محافظتي وسايل چمتو شي.))

د ده په وينا، د کارګرانو معاش بايد پر ټاکلي وخت ورکړل شي او ژوند ته يې دې جدي پاملرنه وشي.

د خواريکښو او مزدورانو د سراسري ټولنې مشر وايي چې هر کارګر د يوې کورنۍ استازی دی او که چېرې په کومه پېښه کې دغه کارکونکی له منځه ولاړ شي، ټوله کورنۍ يې له ستونزو سره مخ کېږي او بالاخره ماشومان يې شاقه او سختو کارونو کولو ته اړ کېږي.

د سمنګانو والي خيرالله انوش د دغه ولايت د دره صوف د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو د  تر پېښې وروسته ويلي وو،  چې له دې کانونو څخه هره ورځ دولت په لسګونه ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي، نو په کار ده چې يوه اندازه پيسې بېرته پر کارکوونکو او له لويه سره د سمنګان پر بيا رغاونه ولګول شي.

له کابله خپرېدونکې محور ورځپاڼې د ۱۳۹۲ کال د وږي مياشتې د دېرشمې نېټې په ګڼه کې د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې د ترينګلي احتمال په اړه دمخه د کانونو وزارت ته خبرداری ورکړل شوی و، له دې سره د کان استول شوي پلاوي هم خطر تاييد کړی و، خو د نه اقدام له کبله د کانونو وزارت لا هم دغه مسئله پټه ساتلې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ابخورک کان چې د شمال د ډبروسکرو تصدۍ په واک کې دی، د کانونو وزارت له لوري يې مسوولينو ته خبر ورکړل شوی و چې کارونه په څو کاري شيفټونو کې تنظيم کړي، ګڼه ګوڼه کمه، هجم يې کنټرول کړي او د احتمالي ګواښ مخه ونيسي.

په ولسي جرګه کې د طبيعي زېرمو د کمېسيون منشي ګل پاچا مجيدي هم وايي چې د ابخورک کان په اړه د کانونو وزارت له بېغورۍ خبر شوی، خو نيوکه کوي چې د شمال کانونه ټول زورواکانو او مافيا انحصار کړي او بېړنی توليد په کې تر فني کيندنو اهميت لري.

د کانونو د چارو ځيني کارپوهان پر دې باور دي چې په افغانستان کې ډېرى کانونه په غير مسلکي ډول ايستل کېږي چې دغه کار د کانونو د نړېدو او په ترڅ کې يې د کارګرانو د مرګ ژوبلې احتمال څو برابره زياتوي.

د کانونو پخوانی وزير ابراهيم عادل وايي، په ټوله نړۍ کې د ډبرو سکرو په برخه کې دا ډول تخنيکي ستونزې شته، خو نور هېوادونه تر يوې کچې د ژغورنې امکانات لري او په کان کې بوخت کسان بايد په بشپړه توګه مجهز وي، چې په خطرناکو حالاتو کې مقاومت وکړای شي.

بلخوا د کانونو کارګران وايي چې په کانونو کې په کلونو کلونو کار کولو سره سره ددوی په ژوند کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

د بغلان د غوري سمنټو په فابريکه کې کارکوونکی محمد کريم وايي چې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په دې فابريکه کې کار کوي.

هغه پژواک ته وويل، تر اوسه هم نه دى توانېدلى چې ځان ته کومه سرپناه جوړه کړي، اوس په يوه داسې کرايي کور کې ژوند کوي چې مياشتنۍ کرايه يې ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

دغه کارګر وويل، په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي، مياشتنى معاش يې اته زره افغانۍ کېږي او اوسنيو شرايطو ته په پام سره په اته زره افغانيو ګوزاره کول خورا سخت کار دى.

د محمدکريم په خبره، له دې پرته بله چاره نه لري، هره ورځ پرته له دې چې چاى وڅښي له کوره وځي او د کار خوا ته ځي.

هغه زياته کړه: ((اولادونه مې تل رانه غواړي، چې نوې جامې، قلم، کاغذ، کتابچه او د ښوونځي جامې ورته واخلم، خو زه يې تل په نن او سبا غولوم.))

دى وايي، په ژمي کې يې ستونزې دوه چنده کېږي، ځکه چې فابريکه فروشات نه لري او تنخوا يې هم پر وخت نه ورکول کېږي، حتى په ټول ژمي کې د ډبرو سکرو او ژمنيو جامو له امله پوروړى کېږي.

کريم زياته کړه، چې د کانونو اکثره کارګران د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ پيدا کولو لپاره هر ډول درد او رنځ زغمي، کله کله په سختۍ هم کار کوي او د هر کس ناکس منتونه پر ځان مني.

د نوموړي په وينا، حتا کارګران ځيني وختونه له علت پرته د کار د خاوند له خوا له دندې شړل کېږي.

هغه وويل، سره له دې چې دى يو با تجربې کارګر دى او له تېرو شلو کلونو راهيسې په دې برخه کې کار کوي، خو ډاډمن نه دى، ممکن سبا دى وشړي او پر ځاى يې واسطه لرونکى کس مقرر کړي، د خپلې دندې د راتلونکي په اړه هېڅ تضمين نه لري او حتى تقاعد به هم ونه لري، ځکه چې د غوري سمنټو شرکت خصوصي شوى دى.

بلخوا پر طبيعي زېرمو د څار شبکه چې د مدني ټولنو د بنسټونو يوه ټولګه ده، وايي چې د کانونو وزارت د کارګرانو د خونديتوب پاليسي لري، خو له بده مرغه دغه پاليسي څنګه چې په کار وه، هغه ډول نه ده تطبيق شوې او نه هم د دې پاليسۍ سمه څارنه شوې ده.

د دې شبکې يوې غړې مريم کوشا پژواک اژانس ته وويل، د دې پاليسۍ له مخې د کارګرانو د ګومارلو، د هغوى د حقونو او د کارونو د څرنګوالي شرايط په نظر کې نيول شوي دي.

نوموړې زياته کړه، چې په کانونو کې د کارګرانو د مرګ ژوبلې لامل د دولت بې پروايي، د دولت له لوري، د د کارګرانو د خونديتوب پاليسۍ نه تطبيق او له کانونو د نظارت او څارنې نه شتون دی.

د کوشا په وينا، که چېرې دولت د شرکتونو او د کانونو له ساحو ليدنه او سم نظارت وکړي، نو د مرګ ژوبلې پېښې ورسره کمېداى شي.

دا وايي چې اړوند شرکتونه او کمپنۍ بايد د کانونو کارکوونکو ته ټول لازم امکانات د هر کان له موقعيت سره سم برابر کړي.

همدارنګه د يادې شبکې يو بل غړى محمدشفيق د کانونو د کارګرانو د ژوند د خونديتوب پر ټينګار سربېره وايي، چې په نورو هېوادونو کې پر کار تر ګومارنې مخکې له شرکتونو او مسوولينو د (اېم اېن اى) سند غوښتل کېږي.

هغه په افغانستان کې له شرکتونو او دولتي مسوولينو غواړي چې دلته دې هم دغه قانون پلى کړي.

دى وايي، په کانونو کې کارکوونکو ته بايد د اړوند کارونو او کانونو په اړه روزنيز کورسونه جوړ او نور اړين توکي ورکړل شي، تر څو په کانونو کې له مرګ ژوبلې مخنيوی وشي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي، هغه څوک چې کارګران په کانونو کې پر کار ګوماري مکلف دي، چې کارګرانو ته ټول کاري وسايل برابر کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که چېرې د کومې پېښې پر مهال کاري وسايل نه وو، او کارګرانو ته زيان واوښت، نو ټول مسووليت يې د هغه چا په غاړه ده، چې دوى يې په کار ګومارلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.