چاريکار (پژواک ١١ زمرى ٩٣): په پروان او کاپيسا ولايتونو کې د شخصي دښمنيو له امله پنځو تنو ته او په پروان کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان امنيه قوماندان محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د سيدخېلو ولسوالۍ په ناصرخېلو سيمه کې يو تن د کلاشينکوف پر ډزو ووژل شو.
د هغه په وينا، دغه کس چې له مرکز چاريکارو څخه پر لاره و، په ناصرخېلو کې خپل کور ته څېرمه وژل شوى دى.
دى وايي، چې د مقتول وروڼو د شخصي دښمنيو له امله مخکې يو تن وژلى و، چې کېداى شي دغه قتل ورسره تړاو ولري.
دغه راز مموزي وويل چې وړمه شپه هم په ناصرخېلو کې يو تن د وسله والو کسانو له خوا په خپل کور کې وژل شوى دى.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دغه قتل هم د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوى، خو د تېرې شپې له قتل سره تړاو نه لري.
امنيه قوماندان زياته کړه چې د يادو دواړو وژنو په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.
دغه راز د کاپيسا ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالعظيم وايي چې تېره شپه د ظريف په نوم د دې ولسوالۍ د کشکتان سيمې يو اوسېدونکى په همدې سيمه کې د شاکر په نوم د يو تن کور ته ورغلى او شاکر يې د تومانچې پر ډزو ټپي کړى و.
دى وايي چې وروسته ظريف د شاکر پر ډزو وژل شوى او شاکر د درملنې لپاره د پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوى دى.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه پېښه هم د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او پوليسو يې په تړاو دوه تنه نيولي دي.
دغه راز د کاپيسا د کوهبند ولسوال قاضي نوراقا هوشمند وايي چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په نواباد سيمه کې د اوبو پر سر د شخړې پر مهال يوه کش، د سيمې يو بل اوسېدونکى د کلاشينکوف پر ډزو ټپي کړ.
هغه وايي چې ټپي د پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوى او ياد بل تن تښتېدلى دى.
د شخصي دښمنيو تر څنګ، ترافيکي پېښه هم د پروان د مرکز اړوند په صيقل سيمه کې د مرګ ژوبلې لامل شوې ده.
د پروان د ترافيکو د حادثانو مدير محمدکريم پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې نن سهار يو کرولا موټر له يو ٣٠٤ ډوله مسافر وړونکي موټر سره وجنګېد.
د ده په وينا، په دې پېښه کې چې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ او سړک د کمسوروالي له امله رامنځته شوې، د کرولا له سپرليو درې يې ټپيان شوي او يو هم مړ دى.
خو د پروان د ملکي روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين وايي، چې له دې پېښې يو مړى او څلور ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، له ټپيانو دوه يې چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
ده د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، چې دغه روغتون ته وروړل شوي ټپيان ښيي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله ترافيکي او جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP