کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د پوهنې وزارت وايي، چې د لومړنيو ټولګيو زده کوونکو ته يې د ٣٤ ميليونونو ټوکو کتابونو وېش پيل کړ.
د پوهنې وزارت سرپرست او د عمومي تعليماتو مرستيال غلام جيلاني همايون د زمري په ١٨مه، د لومړنيو ټولګيو د کتابونو د وېش د پيل پرمهال وويل، چې په دې سره به د ابتدايه دورې د کتابونو د کموالي ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.
د ياد وزارت د خپرونو رييس او وياند کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې د دوو مياشتو په ترڅ کې به دغه کتابونه د افغانستان ټولو لومړنيو ښوونځيو ته ورسېږي.
ده زياته کړه، د تودو سيمو ښوونځيو ته به د اوړي د رخصتيو له پاى ته رسېدو او د تعلييمي کال له پيل دمخه دغه کتابونه ورسېږي.
د ده په وينا، د دغو کتابونو په وېش ۲۱ ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوى دى.
هغه زياتوي، پوهنې وزارت د ۲۰ ميليونه ټوکه نورو کتابونو د وېش پلان هم برابر کړى چې له چاپ سملاسي وروسته به هغه کتابونه هم د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې ښوونځيو ته ووېشل شي.
حقمل وايي، د دغو کتابونو په وېش سره به د افغانستان په ښوونځيو کې د ابتدايه، ثانوي او لېسې دورې زده کوونکو ته پوره پوره کتابونه ورسېږي او د افغانستان دڅه باندې لس نيم ميليونو زده کوونکو د کتاب نه لرلو ستونزه به هواره شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له ۱۳۸۳ کال راهيسې د پوهنې وزارت په عصري او نوي نصاب څه باندې ۲۰۰ ميليونه جلده رنګه کتابونه چاپ کړي او ښوونځيو کې په زده کوونکو وېشلي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د اروزګان او يو شمېر نورو لرو پرتو ولايتونو زده کوونکو د کتابونو له نشتوالي شکايت کړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP