جلال اباد ( پژواک، ٦ وږى ٩٣ ) : په ختيځ کې د سيلاب قول اردو مسوولين وايي ، چې دولتي ځواکونو د نورستان د دواب ولسوالۍ بېرته له وسله والو طلبانو څخه نيولې ده .
وسله والو مخالفينو دغه ولسوالۍ تېره اونۍ نيولې وه، خو د نورستان والي حافظ عبدالقيوم يې له سقوط څخه انکار کړى و.
په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ولسوالۍ يې نن له غرمې وروسته په يوه بجه له وسله والو مخالفينو څخه نيولې او په سيمه کې اوس چاڼيز عمليات روان دي.
د هغه په وينا، په تېرو دوو ورځو کې په دې عملياتو کې ٢٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې په وژل شويو مخالفينو کې د ملا نعمت الله او اغا محمد په نومونو د هغوى دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي.
هاتفي وويل ، چې په دې عملياتو کې د ملي اردو د يوه افسر په ګډون دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP