ښرنه (پژواک ١٢ وږى ٩٣): د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د اطفايې مديريت لپاره د ودانۍ په جوړولو سره به يې چارې چټکې او پېښو ته په وخت رسېدنه ګړندۍ شي.
پاسوال نبي جان ملاخېل داڅرګندونې د ياد مديريت لپاره د نوې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وکړې.
هغه وويل،چې ياده ودانۍ په مرکز ښرنه کې د ايساف په درې ميليون او شپږ سوه زره امريکايي ډالرو مالي لګښت جوړ شوې او نن (چهارشنبه ) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي زياته کړه:(( دا ودانۍ په ډېره عصري ډول جوړه شوې. ټولې اسانتياوي لري.يوه برخه يې د اطفايې د مسلکي روزنو لپاره ده او بله برخه يې د وسايطو د درولو او تنظيم لپاره دي.))
امنيه قوماندان وويل،چې دوى اوس مهال پنځه اطفايې لري، چې ډېرې ستونزې ورته حلوي ؛خو د ودانۍ په جوړېدو به يې چارې نورې هم چټګې او ښې تنظيم شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن