منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د وسله والو راکټي بريد د يوې کورنۍ ټول اوه غړي ټپيان کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

اسعداباد (پژواک ٢٠ تله ٩٣): په نورستان ولايت کې د وسله والو له خوا په يوه توغندويي بريد کې د يوې کورنۍ ٧ کسان ټپيان شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ولسوالو مخالفينو پر دواب ولسوالۍ شپږ توغندي توغولي وو.

هغه زياته کړه چې يو توغندی د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې پر يوه کور لګېدلی چې له امله يې د دغه کور ټول شپږ غړي ټپيان شوي دي.

والي وويل چې په ټپيانو کې مور او پلار او د هغوى څلور اولادونه شامل دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.