ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت د بدخشان د لاجوردو کان نښته څېړي

کورنيو چارو وزارت د بدخشان د لاجوردو کان نښته څېړي

author avatar
12 Nov 2014 - 16:15
کورنيو چارو وزارت د بدخشان د لاجوردو کان نښته څېړي
author avatar
12 Nov 2014 - 16:15

فيض اباد (پژواک ٢١ لړم ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د هغه قوماندان له خوا د پنځو پوليسو د وژنې موضوع څېړي چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان يې په کنټرول کې دى.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يمګان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالظاهر مجددي او د لاجوردو کان د ساتونکې قطعې قوماندان اسدالله تېره ورځ غوښتل چې د کان کنټرول ترلاسه کړي.

احمدزي زياته کړه چې د عبدالمالک په نوم سيمه ييز قوماندان چې د کان کنټرول ورسره دى، غبرګون يې وښود چې د نښتې په ترڅ کې پنځه پوليس ووژل شول او تر څنګ يې دوه رينجر موټر او دوه ټانکونه د هغه لاس ته ورغلل.

هغه د يمګان ولسوالۍ د امنيه قوماندان دغه حرکت غير مسوولانه وباله او ويې ويل چې دوى د بدخشان امنيې قوماندانۍ له اجازې پرته د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو پر کان بريد کړى و.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند وويل چې د کورنيو چارو وزارت له خوا د دې موضوع څېړنې ته پلاوى ټاکلى او امکان لري چې پلاوى نن بېرته بدخشان ته راستون شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د دوى ملګرو د کران منجان په رباط سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړى، ١٣ پوليس يې وژلي، درې ټانکونه او دوه رينجر موټر يې ويجاړ کړي دي.

خو ځايي چارواکي په کران منجان ولسوالۍ کې د طالبانو د شتون خبره ردوي.

د کران منجان د لاجوردو کان قرارداد ١٥ کاله وړاندې له يوې افغاني کمپنۍ سره شوى دى.

خو ځايي چارواکي وايي چې د کان يوه برخه له تېر کال راهيسې د ناقانونه وسله وال قوماندان عبدالملک په لاس کې ده او نوموړى استدلال کوي چې د دغه کان د قرارداد ٣٠ سلنه برخه دې د ځايي خلکو لپاره وي.

د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر نوري په دې اړه د جزئياتو له ورکړې ډډه وکړه او يواځې دومره يې وويل چې د کانونو رياست د دې پلوى نه دى چې ګډوډي راشي او هر څومره چې د کانونو په برخه کې د قانون حاکميت پلى شي، خلک له بدبختيو ژغورل کېږي.

لاجورد له ګران بيه او زينتي ډبرو دي چې د پرتمينو کورونو په ښکلا او په ګاڼو کې د غميو په توګه کارېږي.

د بدخشان د لاجوردو کان د نړۍ په کچه د غوره کيفيت لرونکي لاجورد لري. په ټولو زېرمو کې يې د شته لاجوردو اندازه ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي، د بدخشان په سرسنګ سيمه کې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه لاجورد شته او همدارنګه ٦٥ ټنه نور دويمه درجه لاجورد په کې تثبيت شوي دي.

د افغانستان د لاجوردو د توليد کلنۍ اندازه د پنځو او ١٠ ټنو تر منځ ده چې لويه برخه يې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او ډېره کمه اندازه يې د لاسي صنايعو په مرکزونو کې کارېږي.

د يادونې ده چې پر طبيعي زېرمو او کانونو د څارنې شبکې ويلي چې په اکثره ولايتونو کې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې په ناقانونه توګه استخراج او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې بايد عاملان يې محکمه او مخه يې ونيول شي.

د هېواد د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې ((کانونه او نور لرغوني اثار د دولت شتمني ده، له دولتي شتمنيو ساتنه، اداره او له طبيعي زېرمو او نورو عامه شتمنيو سمه ګټه اخيستنه د قانون له لارې تنظيمېږي.))

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.