جلال اباد (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د بهسودو او کامې پر پلونو د ځانمرګي بريد لپاره چمتو شوى بريدګر له بريده مخکې امنيتي ځواکونو ته ځان تسليم کړى دى.
په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان جنرال فضل الدين عيار د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د محمدالله په نوم يوه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې د ننګرهار د بهسودو پر پول بريد ترسره کړي نن يې د ګوشتې په ولسوالۍ کې سرحدي پوليسو ته ځان تسليم کړى دى.
د نوموړي په خبره، ياد ځانمرګي بريدګر ته ويل شوي وو چې يا به د بهسودو پر پول بريد ترسره کوي او يا هم د کامې پر پول، خو له بريده وړاندې يې امنيتي ځواکونو ته ځان تسليم کړى دى.
دى وايي چې نوموړى د وسله والو مخالفينو د زرقاوي ډلې غړى دى چې د ځانمرګي بريد روزنه ورته په ګاونډي هېواد پاکستان کې ورکړل شوې وه.
عيار زياته کړه: ((دغه ځوان حقانيت درک کړى و او پوه شوى چې څوک وژني دا ټول مسلمانان دي، نو ځکه تسليم شوى دى.))
دى وايي نوموړي ته لا د ځانمرګي بريد لپاره واسکټ نه و ورکړل شوى چې ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
ځانمرګى بريدګر محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې نوموړي ته د پنځو نورو کسانو په ګډون په ګاونډي هېواد پاکستان کې روزنه ورکړل شوې ده.
دى وايي چې مشرانو يې ورته ويلي وو چې په کابل بانک، بهسودو پول او يا هم د کامې پر پول دې بريد ترسره کړي، خو له فکر وروسته يې ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
نوموړي زياته کړه: ((له ځانه سره مې فکر وکړ چې دلته خو ټول مسلمانان دي، زه چې ځان وژنم نه مې جنازه کېږي او هم مسلمانان راڅخه وژل کېږي، نو ځان مې تسليم کړ.))
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د نوموړي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ياد ځانمرګى بريدګر په داسې مهال امنيتي ځواکونو ته تسليمېږي چې په دې وروستيو کې د هېواد پر مرکز سربېره په بېلابېلو سيمو کې ځانمرګي بريدونه زيات شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن