ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د “غاښي پاس” لاره تر لسو کلونو وروسته پرانيستل شوه

د کونړ د “غاښي پاس” لاره تر لسو کلونو وروسته پرانيستل شوه

author avatar
9 Dec 2014 - 14:21
د کونړ د “غاښي پاس” لاره تر لسو کلونو وروسته پرانيستل شوه
author avatar
9 Dec 2014 - 14:21

اسعد اباد ( پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ ولايت د ماموند قوم مشرانو يوې جرګې د ډيورنډ پولې پورې غاړه د باجوړ ايجنسۍ له قومي مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته په ګډه پوله د ” غاښي پاس ” لاره تر لسو کلنو وروسته پرانيستله .

د کونړ د ماموند قوم د ډېورنډ کرښې ته څېرمه په مرورې او شيــګل ولســـــواليو کې  پروت دى، دغه قوم د غاښي پاس د لارې د خلاصېدو په موخه يوه قومي جرګه باجوړ ايجنسۍ ته لېږلې وه، چې په برياليتوب سره راستنه شوې ده.

د ماموند قوم د جرګې غړو د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله سره وليدل او د خپل سفر په اړه يې ورته معلومات ورکړل.

د ماموند قوم ددغې جرګې مشر حاجي جان ولي د ليندۍ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډېورنډ کرښـــــې دواړو غاړو ته يو قوم ژوند کوي او دوی په خپلو کې خپلوۍ او دوستۍ لري.

هغه زياته کړه : (( زمـــــوږ د تګ راتګ لاره (غاښی پاس) چې د تېرو لســـــو کلونو راهيسې د ولسي خلـــــکو پر وړاندې بنده وه ،ددې د خلاصولو په موخه مو يوه جرګه باجوړ ايجنسۍ ته لېږلې وه. ))

دى وايي چې د ډيورنډ پولې پورې غاړه ته هم ماموند قوم پروت دى او د پولې دېخوا ته له خلکو سره خپلوۍ او دوستۍ لري.

حاجي جان ولي وويل چې د باجوړ ايجنسۍ قومي مشرانو له دوى سره په دې برخه کې ډېره مرسته وکړه او خپل حکومت يې اړ کړ چې ياده لاره پرانيزي.

د هغه په وينا، د باجوړ قومي مشرانو ورته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به د  مرورې ولسـوالۍ اړوند  د غاښـــي پاس لاره خلاصه وي او ولسونه به د پخوا په څېر په ازاده توګه تګ راتګ کوي.

حاجي جان ولي وايي چې د يادې لارې په اوږدو کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين هم شتون لري، له هغوى سره يې هم خبرې کړي او هغوى هم ورته ډاډ ورکړى، چې ولسي خلکو ته به ستونزې نه جوړوي.

د  کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله د مرورې ولسوالۍ د قومي خلکو د دغه اقدام هرکلی وکړ او دا يې په سيمه کې د سولې او امن لپاره يو مهم اقدام وباله.

جلاله زياته کړه : (( که ولسونه په رښــــتينې توګه وغواړي نو اوسنۍ ټولې ستونزې هوارېدلى شي.))

د هغه په وينا، کونړ له  ګاونډي هېواد پاکستان سره ۲۶۰ کــــيلو متره ګډه پوله لري چـې د دې په اوږدو کې د ډيــــورنډ کرښې دواړو خــواوته يو قوم  ژوند کوي او دوی په خپلو کې سره د وينې  رشتې او اړيکې لري .

خو د کونړ والي وويل چې ناامنيو او سياسي تاوتريخوالى د دواړو لوريو ديوه قوم ترمنځ فاصلې پيدا کړې دي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.