لښکرګاه(پژواک ۲۳ مرغومی۹۳) : چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن تور ريالي روهي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن لس بجې د بې نادر په سيمه کې د ملکي وګړو په موټر د ماين چاودنه شوې.
د ده په وينا، په ياده پېښه کې يو پلار او زوی وژل شوي، دوه زامن او مېرمن يې ټپيان دي، چې ټپيان د درمنلې لپاره ځايي روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړى وايي چې دا چاودنه د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان پرکورنۍ شوې، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پرځای شوی و، خو معلومه نه ده چې موخه يې څوک و .
بله خوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريد احمد عبيد پژواک ته وويل چې تېره شپه د موسی کلا ولسوالۍ داسمانيا سيمه کې له پوليسو سره په جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ده په وينا، چې دغه راز په همدې شپه د ناوې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه کې هم يو طالب وسله وال په ورته نښته کې وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن