ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښاروال د عوايدو په ډېرولو کې له ښاريانو همکاري وغوښته

د جلال اباد ښاروال د عوايدو په ډېرولو کې له ښاريانو همکاري وغوښته

author avatar
27 Jan 2015 - 16:36
د جلال اباد ښاروال د عوايدو په ډېرولو کې له ښاريانو همکاري وغوښته
author avatar
27 Jan 2015 - 16:36

جلال اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د جلال اباد ښاروال وايي، چې که ښاريان همکاري ورسره وکړي، نو په راتلونکي کال کې به يې عوايد تر ۳۰۰ ميليونه افغانيو ډېر شي.

د جلال اباد ښاروال لعل اغا کاکړ دغه څرګندونې د سلواغې په ٧مه د ۱۳۹۴ لمريز کال لپاره د جلال اباد ښار د پنځو ناحيو د بيارغونې د پلان د نظر غوښتنې په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

کاکړ زياته کړه، د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې د ۱۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغوني بېلابېلي پروژې پلې کړي.

هغه زياته کړه چې هغو پروژو ته به لومړيتوب ورکړي چې د ښار د مېشتو اوسېدونکو، ولايتي شورا غړو او نورو شوراګانو له لوري ورته په ګوته شوي وي.

ده وويل: ((دا منو چې ستونزې به وي خو موږ په پلان کې لرو چې هغه لومړنۍ ستونزې چې نن په ګوته کېږي موږ به کار پرې وکړو.))

د ښاروال په خبره چې تېر کال يې د۱۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښاروالۍ له عادي بوديجې څخه د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې يې په ښار کې بشپړې کړې دي.

کاکړ وايي چې د دوى د ادارې له خوا يو شمېر پروژې په ګوته شوې خو د نظر غوښتنې په موخه يې نن ورځ غونډې ته وړاندې کړل، تر څو وپوهېږي چې د ښار لومړيتوبونه کوم دي.

د هغه په وينا، د ۱۳۹۴ لمريز کال په پلان کې ۲۷ پروژې ډيزاين کړې چې په کې د سړکونو پخول،د هوايي پلونو جوړول،پولګوټي، کثافت دانيو رغول،د سړکونو کانکرېټ او ګڼې نورې پروژې شاملې دي چې د ازادې سيالۍ له لارې به يې قرارداديانو ته ورکړي.

کاکړ له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د ښار په پاکوالی کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او دا مهال د جلال اباد ښار ۴۰ سلنه وګړو د ښاروالۍ د صفايۍ ټېکس ورکړی او که چېرې ياد ټېکس پوره ورکړي نو ښار به نور هم اباد شي.

ښاروال په جلال اباد ښار کې د ځمکو او ښارګوټو غصب ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د پوليسو د نه همکارۍ له امله يې ډېرې ځمکې غاصبينو لاندې کړې دي.

نوموړي دا هم وويل چې په روان لمريز کال کې له ګڼو ستونزو سره سره څه د پاسه ۲۱۲ ميليونه عوايد درلودل خو هيله يې وښوده چې په راتلونکي کال کې د جلال اباد ښاروالۍ عوايد د خلکو په مرسته ۳۰۰ ميليونو ته به لوړه کړي.

بلخوا د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطا الله لودين هم پر ښاريانو غږ وکړ چې د ښار په پاکوالي کې دې مشروع رقابت وکړي.

هغه زياته کړه چې د ښار په پاک ساتلو کې والي، وکيل، قوماندان، ښاروال او ښاريان يو شان ونډه لري او بايد ټول خپله دنده ترسره کړي.

د والي په خبره چې ښاروالۍ نه چې څومره تمه کېده او د ښار اړتيا وه هغومره کار يې نه دی ترسره کړی او په راتلونکي کال کې بايد د تېر کال تشې ډکې کړي.

والي له غاصبينو د ځمکو د خلاصون ژمنه وکړه او ويې ويل چې هېڅ کله به چا ته اجازه ورنه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي او په ياده برخه کې يې له ښاروالۍ سره د مرستې ډاډ څرګند کړ.

 

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.