Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه له افغانستان سره ٨٢ ميليون ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٣): د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنې صندوق، له افغانستان سره د کورنيو د تنظيم، مينداورۍ، احصاييه، ځوانانو او نورو روغتيايي برخو کې ٨٢ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.

  د دغې مرستې قرارداد نن په کابل کې د اقتصاد وزارت د سرپرست حکم خان حبيبي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنې صندوق استازي ډاکټر انت رابرټسن تر منځ لاسليک شو.

حبيبي وويل، چې دغه پيسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د کورنيو د غوره تنظيم لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو، په لرې پرتو سيمو کې د ميندو لپاره د روغتيايي خدمتونو پراختيا، د نفوس شمېرنې او احصاييوي سيسټم پياوړتيا، په ملي پروګرامونو او پاليسيو کې د ځوانانو د اړتياوو او حقونو شاملولو او د ځوانانو لپاره د ژوند د مهارتونو د روزنې د پراختيا په برخو کې ولګول شي.

د هغه په وينا، دغه پيسې به په يادو برخو کې د عامې روغتيا، د ښځو چارو او اطلاعات او فرهنګ وزارتونو او د مرکزي احصايي له لوري ولګول شي.

نوموړي وويل، چې ټاکل شوې له يادو پروژو څخه د څار لپاره د اړونده ارګانونو د همغږۍ کمېټه رامنځته شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ټولنې د صندوق استازي وويل، چې دغه مرستې په افغانستان کې له ملي لومړيتوبونو سره په تطابق کې د افغانانو اړتياوو ته په کتو سره تر سره شوې دي.

هغه زياته کړه: ” د وياړ ځاى دى چې نن يو ځل بيا له افغان دولت سره مرسته کوو، څو د افغانستان لپاره کار وکړو، چې په کې هر ميندواري د غوښتنې له مخې وي، هره زوکړه ساتلې وي او هر ځوان يو ښه فکر ولري.”

د هغه وينا، دغه صندوق له ١٩٧٦ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه د شمېرو له وړاندې کولو پرته څرګنده کړه، چې دغه صندوق تر اوسه پورې د روغتيا، ځوانانو، احصاييې او جنسي تاوتريخوالي له قربانيانو سره ډېرې مرستې کړې دي.

د مرکزي احصاييې ادارې سرپرست شېرمحمد جامي چې د ياد هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې يې شتون درلود وويل، چې دغه اداره به له يادو مرستو په ګټې د روغتيا د ميندوارۍ او د ځوانانو د ژوند د وضعيت د څېړنې په برخو کې سروې تر سره کړي.

همدارنګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين تيمورشاه اسحاقزي هم په دې مراسمو کې  په دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه په ګټې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان ځوانانو په ژوند کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.