Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عبدالقديم پتيال د وژلو په تور ٤ تنه ونيول شول

د عبدالقديم پتيال د وژلو په تور ٤ تنه ونيول شول

author avatar
15 Mar 2015 - 19:05
د عبدالقديم پتيال د وژلو په تور ٤ تنه ونيول شول
author avatar
15 Mar 2015 - 19:05

کندهار ښار (پژواک، ٢٤  کب ٩٣): د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت د پخواني مرستيال والي عبدالقديم پتيال د وژلو په تور يې د دوو محصلينو په ګډون ٤ تنه نيولي دي.

پتيال چې د کندهار د والي د مرستيالۍ تر څنګ پېژندل شوى ليکوال، څېړونکى او شاعر هم و، د روان ١٣٩٣ کال د لړم په ١١مه ماښام مهال په کندهار پوهنتون کې د ناپيژاندو کسانو له خوا پر ډزو ووژل شو.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پېښه له هماغه مهاله د کشفي ارګانونو تر څېړنې او پلټنې لاندې وه، چې بالاخره يې په تړاو څلور تنه ونيول شول.

سرچينه وايي، په نيول شوو کې ګل احمد د اختر محمد زوى، محمد ادريس د محمد اسحاق زوى، شاه محمود د حاجي اغا ګل زوى او زرغټى د زلمي زوى شامل دي او دې کسانو په خپل جرم   اعتراف هم کړى دى.

د سرچينې په حواله، نيول شوو کسانو د عبدالقديم پتيال د وژلو تر څنګ په ګڼو نورو ترهګريزو بريدونو کې هم لاس درلود.

له نيول شوو څلورو تنو څخه دوه تنه د کندهار پوهنتون محصلين دي چې يوه يې د شرعياتو په پوهنځي او بل يې د ژورناليزم په پوهنځي کې زده کړې کولې.

سرچينې زياته کړه، نيول شوو کسانو منلې ده چې د کندهار ولايت مرسيتال والي عبدالقديم پتيال يې د کويټې شورا په غوښتنه د د دوه نيم ميليونه  کلدارو په بدل کې وژلى دى.

د نيول شوو کسانو دوسيه بشپړه او اړوندې څارنوالۍ ته سپارل شوې.

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو هغه مهال د پتيال د وژنې مسووليت منلى و.

عبدالقديم پتيال د حاجي سردار محمد زوى، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک کلي اوسېدونکى و او ١٣٦٢ لمريز کال کې د کب مياشتې په لومړۍ نېټه د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلى و. 

هغه په ١٣٨٨ لمريز کال کې له ښوونځي فارغ او په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پښتو ادبياتو په څانګه کې زده کړې پيل کړې.

پتيال د ښکلا او کندهار مجلو مسوول مدير پاتې شوى وو، په کندهار کې يې له هبيتات موسسې سره د ځوانانو د څانګې د مسوول په توګه کار کړى و، وروسته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شو او په ١٣٩٢لمريز کال کې د کندهار ولايت د مرستيال په توګه وټاکل شو.

نوموړي د دې تر څنګ يو شمېر علمي او ادبي اثار ليکلي چې زرپاڼه (ناول)، انکار (شعري ټولګه)، نتلى ليکوال (د استاد محمدګل نوري ژوند او اثارو ته لنډه کتنه) او پردېس بېنوا (تحقيقي اثر) يې د يادولو وړ دي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.