ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ٧ سلنه زيات شوى

سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ٧ سلنه زيات شوى

author avatar
12 Apr 2015 - 19:36
سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ٧ سلنه زيات شوى
author avatar
12 Apr 2015 - 19:36

کندهار (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کښت کې ٧ سلنه زياتوالى راغلى، چې لامل يې د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتوالى دى.

دغه څرګندونې له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير هارون رشيد شېرزاد د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

شېرزاد وويل، د هغوى د څېړنې له مخې، سږ کال د هېواد په ١٣٢ ولسواليو کې پر ٢٢٤زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله يې کچه ٧ سلنه زياته شوې ده.

هغه زياته کړه، د کوکنارو د کښت د کچې د لوړېدا لامل د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتوالى دى او له همدې امله د نړيوالې ټولنې له خوا په دغو ولسواليو کې په خلاص مټ په پرمختيايي چارو کې نه پانګونه ده.

دى وايي، د هېواد په کچه د ١٣٢ ولسواليو له جملې څخه تر ټولو ډېر کوکنار د هلمند، کندهار، فراه او نيمروز په لسو ولسواليو کې کرل شوي، چې د توليد کچه يې د ټول هېواد په کچه ٥٦ سلنه ده.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزير وويل، چې يادو شوو ارقامو ته په کتو يواځې په همدغو لسو ولسواليو کې د کوکنارو د توليد کچه ٣٣٠٠ متريک ټُنه ته رسېږي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، په دويم قدم کې د بېلابېلو ولايتونو ٣١ ولسوالۍ راځي، چې که څه هم امنيت په کې په نسبي توګه ښه دى، خو بيا هم په کې ٣٧ سلنه کوکنار کرل کېږي او په پاتې ٩١ نورو ولسواليو کې ٧ سلنه کوکنار کرل کېږي.

نوموړي وويل، چې اړوند وزارت د کوکنارو د کښت او توليد د مخنيوي په موخه هلې ځلې کوي، چې اوږد وخت او ډېر کار ته اړتيا لري.

هغه يادونه کړه، چې تر ټولو بنسټيزه ستونزه د کندهار، هلمند، فراه او نيمروز په لسو ولسواليو کې ده، چې د هېواد په کچه ٥٦ سلنه کوکنار توليدوي او د هغوى ډېر تمرکز پر همدغو ولسواليو دى.

شېرزاد ټينګار وکړ، هر څومره چې په دغو ولسواليو کې امنيت او ثبات راځي، په هماغه کچه په کې د کوکنارو د کښت او توليد کچه راټيټېږي.

ده وويل، همدا اوس د سوېل زون په ولايتونو کې د کوکنارو د اړولو د کمپاين چارې روانې دي او تر دې مهاله سلګونه هکتاره ځمکه له دغه بوټي څخه پاکه شوې ده.

خو نوموړي يادونه وکړه، چې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې د خلکو همکاري او د هغوى د عامه پوهاوي د کچې لوړتيا ډېره مرسته کولاى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.