منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۶ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ٧ سلنه زيات شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۳ کتنې

کندهار (پژواک ٢٣ ورى ٩٤): له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کښت کې ٧ سلنه زياتوالى راغلى، چې لامل يې د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتوالى دى.

دغه څرګندونې له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير هارون رشيد شېرزاد د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

شېرزاد وويل، د هغوى د څېړنې له مخې، سږ کال د هېواد په ١٣٢ ولسواليو کې پر ٢٢٤زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله يې کچه ٧ سلنه زياته شوې ده.

هغه زياته کړه، د کوکنارو د کښت د کچې د لوړېدا لامل د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتوالى دى او له همدې امله د نړيوالې ټولنې له خوا په دغو ولسواليو کې په خلاص مټ په پرمختيايي چارو کې نه پانګونه ده.

دى وايي، د هېواد په کچه د ١٣٢ ولسواليو له جملې څخه تر ټولو ډېر کوکنار د هلمند، کندهار، فراه او نيمروز په لسو ولسواليو کې کرل شوي، چې د توليد کچه يې د ټول هېواد په کچه ٥٦ سلنه ده.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزير وويل، چې يادو شوو ارقامو ته په کتو يواځې په همدغو لسو ولسواليو کې د کوکنارو د توليد کچه ٣٣٠٠ متريک ټُنه ته رسېږي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، په دويم قدم کې د بېلابېلو ولايتونو ٣١ ولسوالۍ راځي، چې که څه هم امنيت په کې په نسبي توګه ښه دى، خو بيا هم په کې ٣٧ سلنه کوکنار کرل کېږي او په پاتې ٩١ نورو ولسواليو کې ٧ سلنه کوکنار کرل کېږي.

نوموړي وويل، چې اړوند وزارت د کوکنارو د کښت او توليد د مخنيوي په موخه هلې ځلې کوي، چې اوږد وخت او ډېر کار ته اړتيا لري.

هغه يادونه کړه، چې تر ټولو بنسټيزه ستونزه د کندهار، هلمند، فراه او نيمروز په لسو ولسواليو کې ده، چې د هېواد په کچه ٥٦ سلنه کوکنار توليدوي او د هغوى ډېر تمرکز پر همدغو ولسواليو دى.

شېرزاد ټينګار وکړ، هر څومره چې په دغو ولسواليو کې امنيت او ثبات راځي، په هماغه کچه په کې د کوکنارو د کښت او توليد کچه راټيټېږي.

ده وويل، همدا اوس د سوېل زون په ولايتونو کې د کوکنارو د اړولو د کمپاين چارې روانې دي او تر دې مهاله سلګونه هکتاره ځمکه له دغه بوټي څخه پاکه شوې ده.

خو نوموړي يادونه وکړه، چې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې د خلکو همکاري او د هغوى د عامه پوهاوي د کچې لوړتيا ډېره مرسته کولاى شي.

ده اندېښنه وښودله، چې په هېواد کې د کوکنارو د کښت او توليد له زياتېدو سره د معتادينو شمېره هم لوړه شوې او دا مهال د هېواد په کچه ٣ ميليونه تنه په نشو ردوږي شوي دي.

هغه وويل، حکومت دا مهال د هېواد په کچه د معتادينو د درملنې په موخه د خدماتو د وړاندې کولو کچه ٧ سلنې ته لوړه کړې ده؛ په داسې حال کې چې ٨٠ سلنه روږد وګړي درملنې ته لاسرسى نه لري.

ده وويل، تر ټولو ډېر معتادين د هغو وروسته پاتې سيمو ځوانان دي، چې له سواده بې برخې دي او د عامه شعور کچه يې ټيټه ده.

د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا وويل، چې درې ميليونه په نشو روږد وګړي د ټولنې پر اوږو لوى اقتصادي پېټى دى، ځکه هغوى هره ورځ يو ډالر د نشه يي توکو په اخيستلو ولګوي، نو د ورځې ٣ ميليونه ډالر کېږي.

خو هغه وويل چې نه يواځې د متعادينو د درملنې په برخه کې شته امکانات کم دي، بلکې د کوکنارو د مخنيوي او کمپاين په برخه کې هم ډېرې ستونزې شته.

هغه د بېلګې په توګه په کندهار کې د کوکنارو اړولو اوسنى کمپاين ياد کړ، چې يواځې د ٢٠ تراکترونو په وسيله تر سره کېږي او هغه هم داسې چې ډېر يې خراب او له کاره لوېدلي دي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د کوکنارو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه طرحه د کور، جومات او ښوونځي وصل کول دي، چې امام په جومات، مور و پلار په کورنيو او ښوونکي په ښوونځيو کې د ماشومانو او ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه