کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): حرکت انقلاب اسلامي په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو اوږدمهال شتون او ملېشې جوړول د ملي ګټو پر زيان وبلل او پر دولت او وسله والو مخالفينو يې غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کېني.
دغه ګوند چې مشري يې مولوي قلم الدين کوي، نن خپل دريځ په کابل کې په يوې جوړې شوې ناسته کې اعلان کړ.
د حرکت انقلاب اسلامي په پرېکړه ليک کې چې د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد ولوست، راغلي چې دغه ګوند تر هغه د اوسني حکومت ملاتړ کوي چې د هېواد ملي ګټې يې له ګواښ سره نه وي مخ کړې، ديني عالمان او قومي مشران يې د خپل دولت په منځ کې له خپلو حقونو نه وي محروم کړي او اساسي قانون يې تر پښو نه وي لاندې کړى.
سرچينه زياتوي: "خو له بده مرغه کله چې د هېواد روان حالات د امن پر ځاى د ناامنۍ پر لور روان وي، جګړه د هېواد په ډېرو ولايتونو کې روانه وي، هره ورځ مو هېوادوال که ملت دى او که امنيتي ارګانونه او يا هم افغان وسله وال مخالفين دي، د جګړې په اور کې سوځول کېږي، د ملي اردو او ملي پوليسو د ځوانانو جنازې مو کورونوته راوړل کېږي ، علمي او مسلکي کدرونه مو د فقر، اداري فساد، او بېکارۍ له امله نورو هېوادونو ته تښتي، عدلي او قضايي ادارې مو د انصاف او عدالت پر ځاى د خلکو د ځورولو مرکزونه ګرځېدلي وي، حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د هېواد دغه امنيتي سياسي او اقتصادي وضعيت د ولس او خلکو په ګټه نه بولي."
په پرېکړه ليک کې د هېواد د اوسني وضعيت د ښه والي لپاره د سولې پر خبرو ټينګار شوى او په کې راغلي، هغه څوک چې له سولې سره مخالفت کوي، په حقيقت کې د الله (ج) له حکم، د پيغمبر (ص) له سنتو او د ملت له غوښتنې سره دښمني کوي.
دغه ګوند، له دولت او وسله والو مخالفينو غوښتي چې هر څه ژر او پرته له کوم قيد او شرط څخه د سولې لپاره خپلمنځي خبرې پيل کړي.
سرچينه زياتوي: "حرکت انقلاب اسلامي د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سولې په اړوند دې د پاکستان د حکومت په غير مخلصانه او نمايشي ژمنو خپل وخت ضايع نه کړي او په دې هکله دې نېغ په نېغه مذاکراتو لپاره په ملي او بين المللي کچه له داسې نهادونو څخه کار واخلي چې په نسبي توګه د کړکېچ د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ وي."
د دغه ګوند په اند، له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتو، افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسووليتونو په سپارلو او د وسله والو مخالفينو په مشرتابه کې په څرګند بدلون سره، د دې وخت را رسېدلى چې دواړه خواوې (وسله وال مخالفين او دولت) په چټکۍ سره د مذاکراتو مېز ته لاړې شي او د ملي ګټو په چوکاټ کې د پوځې حل لارې پر ځاى سياسي حل لاره ولټوي.
په پرېکړه ليک کې زياته شوې: "حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د هغه شناخت او معرفت پر بنسټ چې له ټولو خواوو سره يې لري، په دې لړ کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته تيار دى."
دغه راز دغه ګوند له ولسمشره غوښتي تر څو پر هغو ژمنو وفا کړي چې ويل يې د ارګ او محراب تر منځ به واټن له منځه وړي، د قومي مشرانو درناوى به کوي او ديني عالمانو او قومي مشرانو ته به مناسبې څوکۍ ورکوي.
دغه ګوند له ولسمشر څخه دا هم غوښتي چې د قانون واکمنۍ ته درناوى ولري، او "خپلې کړنې او ټاکنې" له اساسي قانون او نورو ملي قوانينو سره سمې تر سره کړي.
حرکت انقلاب اسلامي له حکومت څخه غواړي چې د ښې حکومتولۍ په موخه د وزيرانو او واليانو په ټاکنو کې دې له احتياط څخه کار واخلي او په ځينو ټاکنو دې له سره غوره وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP