کابل (پژواک، ٧ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د حاجيانو د لېږد قرارداد کې شاوخوا ٣.٣ ميليون امريکايي ډالر درغلي شوې، د ولسمشر ستر سلاکار داوود سلطانزوى او د حاجيانو د لېږد کمېټې مشر بايد په دې اړه ځواب ورکړي.
ولسي جرګې پر سلطانزوى سربېره، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د اريانا افغان هوايي شرکت مشر محمد داوود شريفي او د هوايي چلند مشر کپتان حامد د حج په پروسه کې د درغلۍ په سبب د دې جرګې عمومي ناستې ته راغوښتي وو.
له دې ډلې له سلطانزوى پرته ټول د جرګې ناستې ته حاضر شوي وو.
په دې جرګه کې د فارياب د خلکو استازي نقيب الله فايق وويل: ((داوود سلطانزوى د حاجيانو د لېږد له اړخه څه باندې ٣ ميليونه ډالر درغلي کړې او بايد قانوني چلند ورسره وشي.))
ده زياته کړه، داسې اسناد ورسره شته چې د حج زيارت کوونکو په لېږد کې د سلطانزوى له خوا د سترو درغليو څرګندونه کوي.
د هغه په خبره، کورني هوايي شرکتونه حاضر وو چې سږ کال د حج زيارت کوونکي په کم لګښت سره ولېږدوي، خو سلطانزوى له يوه بهرني شرکت سره په لوړ لګښت قرارداد کړى دى.
افغان حکومت د حاجيانو د لېږد رالېږد قرار داد د يوه کس لپاره د ١٠٤٥ ډالرو په بدل کې له اريانا افغان هوايي شرکت سره قرارداد کړى، خو چارواکي وايي، دا چې د عربستان د هوايي چلند وزارت د اريانا الوتکو ته هغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورنه کړه، د حاجيانو د لېږد کمېټې د نايجيريايي شرکت (کابو اير) سره قرارداد لاسليک کړ.
فايق وويل، داسې اسناد ورسره دي چې ياد شوي شرکت د يوه ساعت الوت لپاره ٨٦٠٠ امريکايي ډالر وړانديز کړي، خو يادې کمېټې له دې شرکت سره د يوه ساعت الوت قرارداد په ١٢زره ډالر کړى دى.
د هغه په خبره، له دې اړخه يې ٢.٧ميليونه ډالر درغلي شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((له کابله تر جدې څلور ساعته او لس دقيقي وخت ټاکل شوى دى، خو نايجيريايي شرکت (کابو اير) ته د پنځو ساعتونو له درکه پيسې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې په هر ځاى کې چې قرارداد کېږي، پيسې په دقيقه اخيستل کېږي.))
فايق زياته کړه: ((هغه الوتکې چې سلطانزوى د حاجيانو د لېږد لپاره ورسره قرار داد کړى و، د بيمې اسناد يې نه درلودل.))
فايق وويل چې له دې اړخه هم دولت ٥٩٠زره ډالره زيانمن شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن