چاريکار(پژواک، ١٠مرغومى ٩٤): اجرايي رييس، پروان کې د هند په مرسته جوړ شوي سب ستېشن پرانيست چې له لارې به يې پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې ګڼ شمېر کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
د برېښنا دغه سب ستېشن د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په پشته سرخ سيمه کې جوړ شوى او نن د حکومت د اجرايي رييس عبدالله عبدالله له خوا پرانيستل شو.
ډاکټر عبدالله د دې سب ستېشن پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې حکومت په پروان او نورو ولايتونو کې د نورو پروژو د پلي کولو هڅې هم کوي.
په پروان او کاپيسا کې د برېښنا شرکت د اصلاحاتو او پراختيا مسوول انجنير مختار وويل چې تر اوسه د پروان په مرکز کې ١٢٠٠٠ او د کاپيسا په مرکز کې ٤٠٠٠ کورنۍ برېښنا لري.
دى وايي چې تر اوسه دې کورنيو ته د کابل ښار د چمتلې سيمې له سب ستېشن څخه برېښنا ورکول کېده خو د جبل السراج سب ستېشن په پرانستې سره به نن دې کورنيو ته د جبل السراج له سب ستېشن څخه د ازبکستان وارداتي برېښنا ورکړل شي.
خو ده وويل چې په راتلونکي شاوخوا يو کال کې به د دې سب ستېشن له لارې په پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې تر شلو زرو ډېرو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
د پروان سکتوري رييس محمدطاهر همت وايي چې د جبل السراج سب ستېشن د هند په ٦.٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته بشپړې شوې دي.
همت، وايي چې، د کاپيسا په" حصه اول" ولسوالۍ کې د برېښنا د بل سب ستېشن د جوړولو چارې روانې دي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د دې سب ستېشن په بشپړېدو سره د جبل السراج له سب ستېشن څخه د حصه اول سب ستېشن او له هغه ځايه د پنجشېر او کاپيسا ولايتونو د مرکزونو اړوند سيمو ته برېښنا ورکړل شي.
دى وايي چې د حصه اول د سب ستېشن شاوخوا ٥٠ سلنه چارې پر مخ تللې دي.
خو هغه زياتوي، چې د پنجشېر او کاپيسا ولايت د مرکزونو اړوند سيمو کې تر اوسه د برېښنا د ستنو او لين غځولو چارې هم نه دي بشپړې شوي. ده ونه ويل چې دغه چار ې به کله بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن