کندهار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د شپږو ښوونځيو لپاره ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې په ولسوالۍ کې ١٣ ښوونځي د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.
د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په ولسواليو کې د نورو ټولګټو پروژو کارونه کېدل، خو دا لومړى ځل دى چې د خلکو له خوښې سره سم د ملي پيوستون پيسې د ښوونځيو په جوړولو لګېږي.
د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو شپږو ښوونځيو ودانۍ د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول، نادي، نلغام، کولک، سنګ حصار او نهر کارېز سيمو کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، د ښوونځيو د ودانيو لپاره ځمکې د سيمې اوسېدونکو ورکړې، خو د ودانيو جوړولو چارې به يې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې تر سره کېږي.
دى وايي، د هرې ودانۍ پر جوړولو يونيم ميليون افغانۍ لګښت راځي، چې درسي ټولګي او اړوندې نورې خونې به ولري.
پيوستون له خلکو مننه وکړه چې د ملي پيوستون هغه پيسې چې پر نورو عام المنفعه کارونو لګول کېدې، د ښوونځيو پر جوړولو يې لګوي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په موخه ورته جدي اړتيا ده.
نوموړي د ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د پوهنې د ودې په لار کې دې له پوهنې رياست سره همکاري وکړي.
د کندهار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، ژيړۍ ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٣٤ ښوونځي لري چې ٢١ يې فعاله او ١٣ نور يې د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.
په فعالو ښوونځيو کې د دوه زره نجونو په ګډون ٩٦٠٠ زده کوونکي زده کړې کوي.
د ژېړۍ ولسوال سيد جمال اغا وايي، په دې ولسوالۍ کې ياد شوي ١٣ ښوونځي ځکه تړلي پاتې دي، چې د سيمو اوسېدونکي يې په تېر کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي دي.
هغه زياته کړه، په ژېړۍ کې امنيتي وضعيت اوس ښه شوى او د کډوالو شوو کورنيو له راتګ سره به تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.
دى وايي، خلک د پخوا په پرتله د پوهنې په ارزښت پوه شوي او هڅه کوي خپل ماشومان د زده کړې لپاره ښوونځيو ته واستوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن