منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ژېړۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د شپږو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کندهار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د شپږو ښوونځيو لپاره ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې په ولسوالۍ کې  ١٣ ښوونځي د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په ولسواليو کې د نورو ټولګټو پروژو کارونه کېدل، خو دا لومړى ځل دى چې د خلکو له خوښې سره سم د ملي پيوستون پيسې د ښوونځيو په جوړولو لګېږي.

د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو شپږو ښوونځيو ودانۍ د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول، نادي، نلغام، کولک، سنګ حصار او نهر کارېز سيمو کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، د ښوونځيو د ودانيو لپاره ځمکې د سيمې اوسېدونکو ورکړې، خو د ودانيو جوړولو چارې به يې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې تر سره کېږي.

دى وايي، د هرې ودانۍ پر جوړولو يونيم ميليون افغانۍ لګښت راځي، چې درسي ټولګي او اړوندې نورې خونې به ولري.

پيوستون له خلکو مننه وکړه چې د ملي پيوستون هغه پيسې چې پر نورو عام المنفعه کارونو لګول کېدې، د ښوونځيو پر جوړولو يې لګوي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په موخه ورته جدي اړتيا ده.

نوموړي د ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د پوهنې د ودې په لار کې دې له پوهنې رياست سره همکاري وکړي.

د کندهار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، ژيړۍ ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٣٤ ښوونځي لري چې ٢١ يې فعاله او ١٣ نور يې د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

په فعالو ښوونځيو کې د دوه زره نجونو په ګډون ٩٦٠٠ زده کوونکي زده کړې کوي.

د ژېړۍ ولسوال  سيد جمال اغا وايي، په دې ولسوالۍ کې ياد شوي ١٣ ښوونځي ځکه تړلي پاتې دي، چې د سيمو اوسېدونکي يې په تېر کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي دي.

هغه زياته کړه، په ژېړۍ کې امنيتي وضعيت اوس ښه شوى او د کډوالو شوو کورنيو له راتګ سره به تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

دى وايي، خلک د پخوا په پرتله د پوهنې په ارزښت پوه شوي او هڅه کوي خپل ماشومان د زده کړې لپاره ښوونځيو ته واستوي.

د ژېړۍ قومي مشران وايي، خوشحاله دي چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې يې د اولادونو د ښوونې او روزنې په موخه د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي.

د حاجي عبدالقيوم په نوم د پاشمول سيمې يوه قومي مشر وويل، د سيمې اوسېدونکي په خپله خوښه حاضر شوي چې د ښوونځيو د ودانيو لپاره خپلې ځمکې ځانګړې کړي او د ماشومانو د زده کړې لپاره غوره شرايط برابر کړي.

دى وايي، په ولسوالۍ کې يې د پوهنې په برخه کې جدي ستونزه د ودانيو د نشتوالي ترڅنګ د مسلکي ښوونکو او کتابونو د کمښت ده چې اداره بايد پاملرنه ورته وکړي.

د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى، د ښوونکو کم تشکيل، د سيمه ييزو کدرونو نه موجوديت او د کتابونو کمښت هغه ستونزې دي چې په دې ولايت کې يې د پوهنې د بهير وده ورو کړې ده.

په کندهار ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زياتره زده کوونکي په دوبي او ژمي کې تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه