ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قطر کې د افغان قضيې د حل په موخه کنفرانس جوړېږي

په قطر کې د افغان قضيې د حل په موخه کنفرانس جوړېږي

author avatar
16 Jan 2016 - 11:04
په قطر کې د افغان قضيې د حل په موخه کنفرانس جوړېږي
author avatar
16 Jan 2016 - 11:04

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): ټاکل شوې ده راتلونکې مياشت په قطر کې د يوې نړيوالې څېړنيزې موسسې له خوا د افغانستان د قضيې د حل په موخه نړيوال کنفرانس جوړ شي.

دغه کنفرانس د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا جوړېږي چې تر دې مخکې يې هم دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي وو.

د دغه کنفرانس يوه افغان ګډونوال چې د نوم له اخیستو يې  ډډه کوله، د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد کنفرانس به په راتلونکو دوو اونيو کې جوړ شي.

سرچينه وايي، په دغه کنفرانس کې به له افغانستان څخه د بېلابېلو ډلو استازي او سياسي شخصيتونه ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له افغانستانه په دغه کنفرانس کې د ګډونوالو نومونه او پاسپورټونه د ويزې ترلاسه کولو په موخه د کنفرانس ادارې ته سپارل شوي دي.

د کنفرانس دغه ګډنوال وايي چې په دې ناسته کې به د افغانستان د قضيې د حل په اړه به هر اړخيز ډول خبرې وشي او د سولې په اړه بله خپل وړانديزونه او پيشنهادونه وړاندې کړي.

ياده سرچينه وايي، د پخوا په څېر دغه ځل هم وسله والو طالبانو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د معلوماتو له مخې، د پګواش په نوم دغې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا د روان لمريز کال د غويي په ۱۲ او ۱۳مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د "افغان ډيالوګ"  تر سرليک لاندې  د بندو دروازو تر شا دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوى و.

په دغه کانفرانس کې د افغانستان او طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې ونه شوې، خو د افغانستان په جګړه کې ښکېلو خواوو خپل نظرونه يو له بل سره شريک کړل.

سرچينه وايي، په تېره ناسته کې ٤٤ تنو ګډون کړى و چې په کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړي، د سياسي ګوندونو، د مدني ټولنو استازو، د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي شامل وو.

د قطر په تېره غونډه کې د مدني ټولنې درې ښځينه غړې، د پخوانيو وزيرانو او چارواکو تر څنګ د ولسمشر اشرف غني تره ډاکتر عبدالقيوم کوچى، ډاکتر فاروق اعظم، سيد اسحاق ګيلاني، حاجي روح الله وکيل، وحيدالله شهراني، انوارالحق احدي او د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې دوه کسيز پلاوى قريب الرحمن سعيد او ډاکتر غيرت بهير او دغه راز د کابل د حزب اسلامي له بلې ډلې انجنير قطب الدين هلال، مولوي عطاءالله لودين او مولوي شهزاده شاهد هم برخه اخيستې وه.

د يادونې ده، پګواش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سولې او شخړو د له منځه وړو په موخه، له ۱۹۵۷ زېږديز کال څخه راهيسې فعاليت لري. دغې ډلې د ۱۳۹۰ لمريز کال د وږي په مياشت کې د عربي متحده ايالتونو په دوبۍ ښار کې په افغانستان کې د سولې او خبرو اترو تر نامه لاندې يوه ناسته ترتيب کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.