Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوو بامياني ميننانو د مينې داستان په کتابي بڼه چاپ شو

 باميان (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د باميانو ولايت د دوو ميننانو ذکيې او محمد علي داستان د کتاب په بڼه تر چاپېدو وروسته نړيوال شهرت ترلاسه کړى دى.

د نيويارک ټايمز خپرونې خبريال راد، چې د واده دا قضيه يې له اوله تر اخيره تعقيب کړې، د دې جوړې د مينې داستان يې په دې وروسته کې (د ذکيې او محمد علي د مينې کيسه) په نوم چاپ کړى دى.

دا کتاب چې اوس اوس په امريکا کې په انګليسي ژبه خپور شوى، له يوې خوا په کې د مينې لپاره د دې جوړې د کړاوونو او ستونزو داستان پر تاوتريخوالي سربېره د لوستونکو له ستاينې سره مخ شوى دى.

په کتاب کې د محمد علي او ذکيې هغه خاطرې بيان شوې چې دا دواړه زړه بايللي له څومره کړاوونو وروسته يو بل ته ورسېدل.

محمدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ټول هغه څه چې د نيويارک ټايمز خبريال ليکلي، زما د خاطراتو د ټولو هغو جزئياتو او سختيو پوښتنه يې کړې چې له ذکيې سره مې تېرې کړې دي.))

هغه زياته کړه، فکر يې کاوه چې دا خبريال به راپور ليکي او هر وخت به يې حتى د ټيلېفون له لارې له ده نه معلومات اخيستل.

ياد دواړه ځوانان وايي، له پيله چې کله يو پر بل عاشقان شول، د کورنۍ او قومونو د مخالفت له امله يې د باميانو د مرکز اژدر په غرونو، يکاولنګ او پنجاب ولسواليو کې يې شپې تېرولې او تصميم يې ونيو چې له يو او بل به نه جلا کېږي، خو که د هغو کسانو لاس ته ورغلل چې د دوى د وژلو په نيت راوتلي، نو بايد يو ځاى ومري.

محمدعلي زياته کړه چې د دغه کتاب د پښتۍ تصوير هم د فېسبوک په پاڼو کې اوړي را اوړي.

خو هغه د کتاب خپرېدو په اړه د دری ژبې د دغه متل په يادونې سره چې "بُز درغم جانش قصاب به غم چربی" وويل، اندېښنه لري چې د دغه کتاب نه ځينې متعصب افراد د دوى پر ضد استفاده ونه کړي او دوى ته د ګواښونو کچه لوړه کړي.

د ذکيې خاوند زياته کړه د ځينو زور واکو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري، خو د هغوى نوم يې ياد نه کړ.

دې دوو زړه بايللو وويل چې موضوع له دې اړخه حساسيت پيدا کړى چې ذکيه د تاجک قوم او محمدعلي د هزاره قوم نه دى.

دې جوړې د باميانو په مرکز فولادي سيمه کې د يوه ملا مخکې نکاح تړلې او خپلې مينې ته د رسېدو لپاره دواړو پر ټولنه له حاکمو ټولو دوديزو پولو پښه اړولې او حتى ذکيې خو له خپلې کورنۍ سره هم مخالفت کړى او له ټولو ستونزو سره يې   خپلې مينې ته د رسېدو په هيله مبارزه کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.